سونم کپور روانه میاشت کې واده کیږي

وروسته له ډېرو خبرو، اوازو او رښتیا د هندي سینما د وتلې ستورې سونم کپور د واده نېته معلومه شوه.
د سونم کپور د واده په تړاوو اوازې له ډېره وخته وي، خو کله به یې رد کړې او کله به هم بې ځوابه پاتې وې.
سونم کپور له ډېره وخته د انند اهوجا سره د ملګرتیا تار غځولی و او وروسته یې بیا همدغه د ملګرتیا تار په اړېکه بدل شو.
سونم کپور د مخکیني فلم ستوري انیل کپور لور ده او په دېرو هندې فلمونو کې ورته د کارکولو موقع ورکړل شوې ده.
کله به چې سونم کپور د خپل ملګري انند اهوجا سره ولیدل شوه، نو به یې د واده خبرو زور واخیسته، دا خبرې هېچا نه تائیدولي، خو څه وخت وړاندې د سونم کپور پلار د خپلې لور د واده په تړاوو غږېدلی و.
اوس ټاکل شوې ده چې د سونم کپور واده د خپل ملګري انند اهوجا سره د روان کال د مۍ میاشتې په ۸ تاریخ وشي.
د تېر کال راهیسي د دوی دواړو د ودونو ډنډوره غږول کېده او دواړه د خلکو په خولو خو د کورنۍ هېڅ غړي د دوی اړېکه او واده نه تائیدوه.
تېرو ورځو کې د دوی د واده خبرو بیا هغه وخت زور واخېسته کله چې د سونم کپور پر کور د خوښي لپاره ځانګړي شوي برښنایي څراغونه ولېدل شول.
د څراغونو له لېدلو وروسته یو ځل بیا د مینوالو پام د سونم کپور او انند اهوجا واده ته شو تر هغې چې پلار یې انیل کپور د رسنیو مخې ته راغی او د خپلي لور د واده په تړاوو خبرې وکړې.
هلته انیل کپور روښانه نه کړه چې د لور واده به یې کله وي خو د انند اهوجا سره یې د خپلې لور د واده تائید وکړ.
سره له دې چې مخکې یوې کورنۍ هم د دوی د واده په تړاوو څه نه ول ویلې، خو اوس دواړو کورنیو د سونم کپور او انند اهوجا واده منلی.
د کورنیو د خبرو له مخې د واده لپاره اوس مشخصه نېټه ټاکل شوې او واده به یې په ۸ د مۍ په ممبئ کې وشي او ټول نژدي ملګري او خپلوان به پکې ګډون وکړي.
د سونم کپور او د ډهلي تجار انند اهوجا تر منځ د کلونو ملګرتیا وه او دواړه څو ځله یوځای هم لېدل شوي دي.
انند اهوجا د سونم کپور سره د جایزو ورکولو په یوه پروګرام کې یوځای هم ليدل شوی و، چې له هغې وروسته بیا د دواړو د وادونو کیسي راپيدا شوي.
د بالیوډ ستورو قسمت هغه وخت خلاص شو او د ودونو خبرې او کیسې یې شروع شوي چې د کرکټ ستوري ویراټ کولي او د بالیوډ ستوري انوشکا شرما سره واده وکړ.