هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .

سوناکشي سینها وايي، د واده خبره یې لا سر کې نه ګرځي

سوناکشي وايي، خلکو اوازه خپره کړې چې ګوندې هغه به په نږدې وخت کې واده و کړي، خو هغې لا د واده په اړه فکر هم نه دی کړی.

د هندي سینما نوموتې فلمي ستورې سوناکشي سهنا وايي لا هم د واده کولو له پاره کو پلان نه لري. هغې یو هندي ټلویزیون سره په خبرو کې وویل، تر اوسه يې دا هم نه ده معلومه کړې چې د کومو ځانګړنو لرونکي کس سره به واده کوي.

هغې ویلي، خلک به خبرې کوي د خلکو کار خبرې کول دي.

نوموړې په دې مرکه کې ویلي، دې په تیرو کلونو کې په کاروباري لحاظ دومره بریالتوب ترلاسه کړی چې تر عمره یې بس دی، او اوس په فلمونو کې په خپله خوښه داسې رولونه انتخابول غواړي چې دا خپلو نورو ټاکلو اهدافو ته ورسوي.

ټاکلی شوې چې نوموړې به د موسیقۍ په یوه خپرونې کې د منځګړې په توګه راڅرګنده شي.

سوناکشي سهنا د هند د یوې فلمي او هنري کورنۍ سره اړیکه لري چې په لومړي ځل په ۲۰۱۰ کال د هندي سینما د سلطان سلمان خان سره په دبنګ فلم کې راښکاره شوه.

په دبنګ کې د ښه کار کولو له امله سوناکشي جایزه هم واخیستله او له همدې ځایه يې په سینما کې د ځان له پاره ځای پیدا کړ چې بیا په ځينو نورو کامیابو فلمونه کې هم ولوبیده.

سوناکشي نن سبا د هندي سینما یوه له مشهورو ښځينه ستورو څخه ده چې په ټوله نړۍ کې ګڼ مینه وال لري.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */