سوراف ګنګولي؛ راتلونکی اسیا جام به دوبۍ کېږي، نه پاکستان کې

د هندۍ لوبډلې پخواني لوبډلمشر او د هندوستان د کرکټ بورډ اوسني مشر سوراف ګنګولي د جمعې پر ورځ په تازه څرګندونوکې په ډاګه کړې، چې راتلونکی اسیا جام به پاکستان کې نه، بلکې په دوبۍ کې ترسره کېږي.
نوموړي ویلي چې د پاکستان او هند په شمول ټول هېوادونه به دوبۍ ته ځي او اسیا شل اوریز جام به لوبوي.
پاکستان ټینګار کړی چې اسیا جام به پاکستان کې کېږي، خو هندوستان له وړاندې ویلي، چې دوی پاکستان ته د لوبو لپاره نه ځي.
که څه هم پاکستان په دې وروستیو کې په خپل کوربتوب لوبو ته چمتووالی زیات کړی او د سریلانکا، ویسټ انډیز، ورلډ ایلیون، بنګله دېش او د پنځم پړاو پي ایس ایل لوبو کوربتوب یې په بري سره ترسره کړی او لایې په خپلو سوداګریزو لوبو کې کوربتوب جریان لري.
خو هندوستان بیا ټینګار کړی، چې دوی پاکستان ته نه ځي او که اسیا جام پاکستان کې وي دوی به بایکاټ وکړي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ګنګولي د جمعې پر ورځ رسنیو ته ویلي: “راتلونکی اسیا جام به دوبۍ کېږي، پاکستان او هند دواړه به پکې ګډون کوي.”
له ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳م کلونو راهیسې پاکستان په خپلو کې دوه اړخیزه لوبلړۍ نه ده کړې او د دواړو هېوادونو سیاسي کړکېچ په کرکټ کې هم اغېز کړی دی.
هندوستان نه غواړي چې له پاکستان سره دوه اړخیزې لوبلړۍ ترسره کړي او وخت ناوخت هند د پاکستان د کوربتوب سره موافقه نه کوي.
پاکستان کې له ۲۰۰۹م راهیسې هغه مهال چې د سریلانکا په لوبډله وسله واله حمله شوې وه، کرکټ بند شوی دی او اوس یې د نسبي چمتووالو په کولو سره وضعیت ښه بللی دی.
په ۲۰۰۸م کې پاکستان د اسیا جام کوربتوب کړی و، په ۲۰۱۰ کې کوربتوب سریلانکا کړی و او درې نور اسیا جامونه په بنګله دېش کې او وروستي یې په عربي متحده اماراتو کې ترسره شوي وو.
دا اسیا جام به په سپټمبر میاشت کې ترسره شي، خو که هند په پاکستان کې لوبولو ته زړه ښه کړي پاکستان کې به ترسره شي او که هند مخالفت وکړي، نو اسیا جام به له پاکستان پرته په بل هېواد کې وشي.
له اسیا جام لږ څه وورسته په نومبر میاشت کې نړیوال شل اوریز کرکټ جام په اسټرالیا هېواد کې د ۱۶ لوبډلو په ګډون پیلېږي.

اسیا جام کې به ۶ لوبډلې ولوبېږي، چې پاکستان، هندوستان، افغانستان، سریلانکا او بنګله دېش دغه جام کې شامل ټیمونه دي، یعنې دې لوبډلو کوالیفای یا غوراوی کړی دی او یوه لوبډله بله د اسیا جام له غوراوي لوبو دې ټورنمنټ ته کوالیفای کوي.
اسیا جامونه او ګټونکي هېوادونه یې
له سږ کال وړاندې د اسیا جام ۱۴ پړاوونه ترسره شوي، چې ۷ پړاوونه یې هندوستان ګټلي، څلور ځلې سریلانکا ګټلی او دوه ځلې پاکستان ګټلی دی.
اسیا جام یو ځل په ۲۰۱۶م کې شل اوریز ترسره شوی او نور ټول د یو ورځنیو لوبو و او سږ کال به هم شل اوریز ترسره شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.