مارچ 7, 2021

سهيل احمد په هوايي ډګر کي د ګڼ شمير مينوالو د ښه راغلاست سره مخ سو!

Advertisements

ليکنه: مدثر دعوت
افغان مسلکي سوکوهونکی سهيل احمد مغلزی پرون کابل ته را ورسيدی.
د سوکوهني د فدراسيون د رئيس عبدالله شکيب ستاري په بلنه سهيل احمد مغلزی د چهارشنبې په ورځ کابل ته راورسيدی.
مغلزی د حامد کرزي په هوايي ډګر کي د ګڼ شمير مينوالو د ښه راغلاست سره مخ سو،او نوموړي ته يې د ورستيو برياوو مبارکي وويله.

مغلزي پدې وروستيو کي خپلو تانرنيايي او انګلينډي سيالانو ته په انګلستان کي ماته ورکړه او نړيوالو لوبو ته يې لار پيدا کړه.
خو تيرو دريو مياشتو کي افغانستان ته نه وو راغلی.
د افغانستان د سوک وهني د فدراسيون رئيس عبدالله شکيب ستاري څو ورځي وړاندي په يو ويډيويي پيغام کي د مغلزي لاسته راوړني ستايلي وې او نوموړي د افغانستان اتل او د افغانستان نوم روښانوونکی ياد کړی وو.
شکيب ويلي وه موږ په تمامه مانا هڅه کوو تر څو د مغلزي لاسته راوړني وستايو نو په همدې موخه مو کابل ته رادعوت کړی تر څو لاښه تشويق سي،او د هر راز ملاتړ او مرستو ډاډ يې ورکړی.

د سوکوهني لوبغاړي سهيل احمد هم په يو ويډيويي پيغام کي له افغان ولس او د سوکوهني د فدراسيون څخه مننه کړې وه.
نوموړی ويلي وه، افغانانو تل هڅولی او تشويق کړی يم،خوښ يم چي خپل د بريا جشن ستاسو سره يوځای لمانځم.
سهيل احمد وايي د راتلونکي لوبي لپاره به هم په کابل او هم لندن کي سخت تمرينات وکړي.

مغلزی په راتلونکو نيږدې وختونو کي د خپل انګليس سيال سره نړيواله لوبه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وازرات؛ اووه افغانو مېرمنو ته د زړورتیا جایزه ورکوي

لیکوال: نسیمه محمدي ، کابل - برخه : افغانستان

Advertisements تمه ده د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د زړورو مېرمنو افتخاري جايزه، اووه افغانو ښځو ته ورکوي، چې په ٢٠٢٠م کې يې خلکو ته د خدمت په جريان خپل ژوند له لاسه ورکړى ... نور ولولئ