Advertisements
ژوند بڼه کورنی ژوند

سهار له خوب ويښېدو وروسته دغه ۷ کړنې مه تر سره کوئ!

ژباړه: نسیمه محمدي

یو ښه سهار کولای شي ټوله ورځ مو جوړه کړي. د دې لپاره چې سهار مو په ښه بڼه پیل کړئ، اړتیا نشته خارق العاده چارې تر سره کړئ.

د څو ښو عادتونو زیاتول او د مخربه عادتونو له یوه سره لرې کول کولای شي له لاسته راوړنو ډک سهار او ورځ تاسې ته ډالۍ کړي.

کېدای شي لومړی څه مو چې ذهن ته راځي، دا وي چې د شپې پر وخت ویده او سهار په ځانګړي وخت له خوبه ويښ شئ، مګر باید د خوب څخه د ویښېدو په اړه او هغه چارې چې له خوب څخه د ويښېدو څو دقیقې وروسته تر سره نکړي، چې ټول کولای شي ورځ مو بدله او ګډوډه کړي؛ کېدای شي په ګټه مو وي یا هم په زیان! له مونږ سره اوسئ تر څو هغه کړنې چې کارپوهان یې وړاندې کوي، پوه شئ.

هېڅ داسې سهارنی چلندي واحد شتون نلري، چې د ټولو لپاره مناسب وي. کېدای شي ستاسې سهارنی عادت د اخبار لوستل یا د اوبو څښل وي یا آرامې موسیقۍ ته د څو ورزشي حرکتونو تر سره کول وي. په هر حال قصد نلرو ستاسې په اړه قضاوت وکړو، مګر ځينې ځانګړې تېروتنې شته، چې سهار یې تر سره کول یوې بې حاصله او بې ګټې ورځې لرلو لپاره زمینه برابروي.

مونږ په دې اړه چې څنګه کولای شو سهار له ويښېدو وروسته څو دقیقې په حد اکثر او حد اقل ډول ګټه واخلو، د کارپوهانو دا ۷ لارښوونې، چې سهار له ويښېدو وروسته یې باید ترسره نکړئ، وړاندې کوو.

۱: د ټېلفون زنګ لرې کول

ډېری وختونه سهار ټېلفون په زنګ پیل کوي، مګر تاسې لا هم له خوب څخه د ويښېدو او کار کولو ته چمتو نه یئ.

زیاتره خلک په دې وخت کې د ټېلفون بټن کېکاږي تر څو لږ څه نور هم ویده شي، مګر هڅه وکړئ د دې چارې له وسوسو سره مقاومت وکړئ؛ حتی که د پنځه یا لس دقیقو لپاره بیا ویده کېدل هم وي.

خو ولې؟؟ څرنګه چې د خوب په اړه تېموني مورګن وايي: د خوب اکثره څېړونکي په دې باور دي د ټېلفون د زنګ موقتي بندول، په هېڅ وجه ښه عادت نه دی.

لامل یې دا دی که تاسې د بټن له کېکاږلو وروسته په ژور خوب ویده شئ، د خوب یو بل پړاو ته ځئ، چې په یقین سره نشئ کولای پای ته یې ورسوئ.

نو له همدې امله د دې پر ځای چې با انرژي او تاند اوسئ، لا به ګنس او ګیچ اوسئ. ښه لار دا ده مشخص کړئ د شپې څومره خوب ته اړتیا لرئ، تر څو یې پلان کړئ، چې هره شپه په هماغه اندازه خوب وکړئ.

۲: په خوب ځای کې ځان پېچل

ښه ستاسې ټېلفون زنګ ونه وهه( شاباس!) او اوس ویښ په ځای کې غځېدلي یئ.

نو ځان تاو او راټول مه نیسئ او د دې وخت څخه د بدن د غړو ورزش او حرکت لپاره ګټه واخلئ.

د هاردوارد له کارپوهانو څخه، رامي کادي په وینا د لاسونو خلاصول او کشول په هغوی کې د دې ورځې لپاره په کافي اندازه د اعتماد په نفس حس ټوکوي.

که څه هم ستونزمنه ده ووایو، چې خلک د بدن د غړو له حرکت سره ښه حس لري- ځکه بدن یې ښه احساس لري، بدن ته حرکت ورکوي، مګر کادي وایي:

هغه کسان چې له ویښېدو وروسته خپل لاسونه د V په بڼه غځوي ډېر خوشحالېږي او خوشحاله روحیه لري.

په مقابل کې، هغه وايي:

لومړنۍ موندنې ښايي هغه کسان چې په جنیني یا C ته ورته وضعیت له خوبه ویښېږي، له خوب ځای څخه په جګېدو به ډېر استرس ولري.

۳: د ایمېل چک کول

کېدای شي تاسې هم له هغې ډلې خلکو اوسئ، چې د خوب پر وخت مو ګرځنده موبایل تر څنګ لرئ.

وروسته له ویښېدو په ډېر احتمال سره په غېرې ارادي ډول موبایل را اخلئ او د ایمېلونو او پیغامونو په چک کولو پیل کوئ، خو له دې وروسته نور داسې مه کوئ.

څرنګه چې جولي مورګنسترن د« ایمېلونه مو سهار مه چک کوئ» کتاب لیکونکي هافېنګتون پُست ته ویلي:

که مو ورځ په دې ډول پیل کړئ، هېڅکله نشئ کولای ذهن مو د ورځې په پیل کې متمرکز کړئ.

نوموړی وایي: بېلابېلې غوښتنې، کاري وقفې، د تمې خلاف سورپرایزونه، یادونې او نور ډېری ستونزې مو چې په ایمېل کې ویل کېږي، پای نلري.

ډاډه اوسئ ټول کېدای شي تر یو ساعت وځنډېږي، تر څو تاسې کار ځای ته لاړ شئ او وروسته ورته رسېدنه وکړئ.

په بدل کې، مورګنسترن لارښوونه کوي که اراده لرئ کار تر سره کړئ، هغه د یوې پروژې په توګه په پام کې ونیسئ، چې زیات تمرکز ته اړتیا لري او باید په مناسب وخت کې یې چک کړئ.

۴: خوب ځای نه ټولول

شاید ووایئ ولې بستره او خوب ځای منظم کړو؟ څو ساعته وروسته بیا ویده کېږم بیا هم ګډوډېږي!

حق له تاسې سره دی. خو د ( د عادت قدرت) او (هوښیار، چټک، غوره) کتاب لیکوونکي چارلز داهېګ وینا ده،چې د خوب ځای ټولول د پاتې ورځې څخه په ښه توګه ګټه اخېستلو کې مرسته کوي.

بیا هم څرګنده نده د خوب ځای منظمول د یوې ښې ورځې لامل کېږي یا دا چې فوق العاده منظم خلک خپل خوب ځای ټولوي او منظم کوي یې.

مګر داهېګ لیکي: د خوب ځای منظم کول یو مهم او اساسي عادت دی او کولای شي د ځنځیري غبرګونونو لامل شي، چې د نورو ښو عادتونو پیاوړتیا سره مرسته کوي.

۵: قهوه څښل

که فکر کوئ تر څو یوه پیاله قهوه ونه څښئ، نشئ کولای سرحال شئ او ښه کار ترسره کړئ، یوه شېبه صبر وکړئ.

ستاسې بدن په طبیعي ډول د سهار له ۸ تر ۹ بجو پورې په لوړه کچه د استرس هورمون کورتیزول افرازوي، نو د قهوې څښلو لپاره غوره وخت د سهار له ۹:۳۰ وروسته دی.

که له دې وخت وړاندې قهوه وڅښئ، ستاسې بدن د کورتیزول د کم افراز سره توافق کوي او دا په دې معنا چې تاسې په خپله د هغې ستونزې لامل کېږئ، چې ترې وېره لرئ: د سهار په لومړیو کې د چارو پر مخ وړلو لپاره کافي تمرکز نه درلودل.

۶: په تیاره کې چمتووالی

کېدای شي د څراغ نه روښانه کول او د کړکۍ نه پرانېستل د ملایمو او غوره لارو څخه په نظر راشي، مګر لږ څه ډېر فکر وکړئ.

د خوب له ملي بنسټ څخه ناتالي داتووې، هافېنګتون پُست ته وویل: ستاسې د بدن داخلي ساعت داسې عیار شوی، چې د رڼا او تیارې سره حساس دی.

نو په تیاره کې ځان چمتو کول، کولای شي ستاسې بدن ته دا ووایي، چې لاهم شپه ده او دا د دې لامل شي نور هم د ګنس والي او بې حاله احساس وکړئ.

که ستاسې د ویښېدو پر وخت هوا لا هم تیاره ده، سپارښتنه کېږي له ډېری رڼا لرونکو څراغونو څخه کار واخلئ.

۷: په خوب ځای کې تصمیم نیول

شاید له خوبه له ویښېدو وروسته یو ګېلاس اوبه وڅښئ، سندره واورئ یا شاید خپل یو ملګري ته ټېلفون وکړئ.

دا کړنې په خپل ذات کې ښې دي، مګر غوره ده هغه له وړاندې یو ترتیب شوي پلان په بڼه جوړ کړئ.

د بېلګې په ډول له خوب ويښ شئ، د موسېقۍ اورېدو په وخت اوبه وڅښئ، جامې واغوندئ او دندې ته پرلار یو ملګري ته ټېلفون وکړئ.

پوهان وایي: چې زمونږ انسانانو د ارادې قوه محدوده ده او که د ورځې په لومړۍ کې دا قوه مصرف کړو تر څو تصمیم ونیسو وروسته بیا څه تر سره کړو، د ورځې په وړاندې ساعتونو کې کله چې باید پر چارو تمرکز وکړو، چندانې اراده به مونږ ته پاتې نه وي.

په بدل کې اجازه ورکړئ مغز په خودکار ډول سهار د پروګرام له مخې پر مخ لاړ شي او هغه ذهني سرچینې هغه وخت ته وساتئ چې په رشتیا هم ورته اړتیا لرئ.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.