مارچ 2, 2021

سنجي دت او مادهوري دکشت له ۲۵ کالو وروسته په یوه فلم کې راښکاره کیږي

د هندي سینما دوه پخوانۍ جوړي چې تقریبا لسیزو راهیسي یې یو د بل سره یوځای په یوه فلم کې کار نه دی کړي، تمه ده چې دواړه به سره په یوه فلم کې کار وکړي.
هندۍ رسنۍ وایې چې مادهوري د کشت او سنجي دت به وروسته د ۲۵ کالونو په یوه فلم کې یوځای راښکاره شي.
دا دواړه هغه فلمي ستوري دي چې لا هم د ډېرو مینوالو په زړونو کې ځای لري او سره له دې چې نوې او تکړه فلمي کارکوونکي دغه ډګر ته راغلل، خو لا یې هم خپل ځای په دغه ګرم بازار کې بل لوبغاړی ته نه دی پریښی.
دوی دواړه به اوس په یوه فلم چې (کلنک) نومیږي راښکار شي، فلم به د کرن جوهر د فلم جوړوني د کمپنۍ له خوا جوړ شي.
په تیر کې د سنجي دت او مادهوري دیکشت جوړه یوه کامیاب جوړه وه چې په ډېرو کامیابو فلمونو کې کار کړی.
د دوی دواړو د کامیابو فلمونو له ډلې کهل نائیک، خطرو کې کهلاړی، قانون اپنا اپنا، ساجن، سائبان او مهانتا شامل دي.
په تیر کې د کله چې دواړه د فلمونو یوه کامیاب جوړه وه، نو له عاشقي او مینې اوازو یې هم خلک خبر ول، خو د نامعلومه لامل له امله دواړه سره تر دې حده لري شوي ول چې حتا له تېرو دوه لسیزو راهیسي یې یوځای فلم کې کار نه وو کړی.
هندۍ رسنۍ اوس وایي چې سنجی دت او مادهوري دکشت خپل تیر هر کړي او ۲۵ کالو وروسته به د کرن جوهر په (کلنګ) فلم کې جوړه راښکاره شي.
په دغه فلم کې به د مادهوري دکشت او سنجي دت سربیره، سوناکشي سنها، عالیه بهټ، ورون دهون او ادتیه روئی کپور هم مرکزي رول ولري.
د فلم د لارښوونې مسؤلیت ابهیشیک ورمان ته ورتر غاړي شوی.
دغه فلم د را روان ۲۰۱۹ کال د اپریل د میاشتي په ۱۹ کال نندارې ته وړاندې شي او تمه ده چې زیات او ښه ګرم بازار به ولري.

راشدخان: د یوه قوي ټیم درلودلو لپاره اړتیا ده، زیاتې ټیسټ لوبې وکړو

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي     د ایسفاین کرکی انفو د راپور له مخي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړي راشدخان ویلي، چې که موږ په کال کې له درې ـ څلورو لوبو ډېرې ... نور ولولئ