سناتوران: بايډن دې د ایستل شوو افغانانو برخلیک روښانه کړي

امریکايي سناتوران وایي ولسمشر بايډن دې د ایستل شوو افغانانو لپاره خپله طرحه ژر تر ژره وړاندې کړي.

امریکايي سناتورانو په یوه لیک کې د امریکا له ولسمشر جو بايډن غوښتي چې د تخلیې ماموریت او ایستل شوو افغانانو برخلیک دې روښانه کړي او په دې تړاو دې ژر تر ژره خپله طرحه له دوی سره شریکه کړي.

دغه سناتوران وایي چې لا هم په افغانستان کې ګڼ امریکايي وګړي حضور لري او تر څنګ یې زرګونه داسې کسان شته چې په دغه هېواد کې د خطر احساس کوي او د بایډن مسوولیت دی چې دوی ته ځواب ووايي.

سناتوران دغه راز وایي چې له میاشتو راهیسې زرګونه افغانان په امریکايي کمپونو کې پراته دي او بايډن ته په کار ده چې د دوی برخلیک او راتلونکې هم روښانه کړي.

د یادونې ده چې امریکا ته تللي افغانان له ژوند سر ټکوي او وایي چې د ژوند چاپیریال او خواړه یې هېڅ مناسب نه دي.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله