سناتوران: افغانستان کې له ماتې باید لوی درس واخلو

بهرني

په افغانستان کې له ماتې او ماموریت باید درسونه واخیستل شي.

امریکايي سناتوران وایي د دوی یوه ځانګړې او ستره کمېټه به په افغانستان کې د خپل شل کلن حضور او ماتې په اړه پلټنې پیلوي او په خبره یې په دې ماموریت کې ډېر درسونه دي چې باید واخیستل شي او د امریکا راتلونکې پالیسي تشکیل کړي.

سناتوران وایي دا باید واضح شي چې ولې امریکا له دومره امکاناتو سره و نه شوی کړی په افغانستان کې بریالی ماموریت ولري.

همدا راز امریکايي سناتوران په دې باور دي چې افغانستان کې ماتې او رسوایي باید د امریکا لپاره یو درس وي، داسې تېروتنې چې دا ماموریت یې ناکام کړی، باید په نښه شي او په راتلونکو ماموریتونو کې له دې تجربو ګټه واخیستل شي.

د امریکا کانګریس تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې د دواړو ګوندونو د استازو له ګډون د افغانستان د مسئلې د څېړلو لپاره یو پلاوی جوړوي او هغه به دا ماموریت ارزوي.

د یادونې ده چې تېره ورځ په کابل کې د امریکا پخواني سفیر هوګو لارنس ویلي، چې امریکا د افغانستان پر وړاندې پر خپلو کړو ژمنو عمل و نه کړ.

دده په وینا امریکايي چارواکو له افغانستان سره د کړو ژمنو په نه عملي کولو د افغانستان او افغانانو پر وړاندې خیانت کړی دی او دا یو نه بښل کېدونکی جنایت دی.

د هغه په خبره د افغانستان په اړه د ټرمپ بې پروا پرېکړي او د بايډن له لوري د ټرمپ د ماموریت ادامه د افغانستان د سقوط او په دغه هېواد کې د اوسني وضعیت لامل شوه.

نوموړي په افغانستان کې د لاس ته راوړنو له منځه تلل د افسوس وړ مسئله بللې ده او ددې هر څه پړه یې د امریکایي مشرانو پر اوږو اچولې ده.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله