سميت خپله لوبډله بريا ته ورسوله!

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ليکنه: مدثر عوت
د اسټراليا او پاکستان ترمنځ دويمه شل اووريزه لوبه اسټراليا وګټله.
د لوبي پچه پاکستان وګټله او توپوهنه يې وټاکله.
پاکستان په پوره ۲۰ اوورونو کي د ۶ لوبغاړو په سوځيدو ۱۵۱ منډي هدف وټاکی.
د پاکستان لپاره بابر اعظم ۵۰ او افتخار احمد ۶۲ منډي وکړې.
IMG 20191105 161316 سميت خپله لوبډله بريا ته ورسوله!
د اسټراليا لپاره په توپ اچوونه کي ريچارډسن او کمينز يوه يوه،همدارنګه اګار ۲ ويکټي ترلاسه کړې.
د ۱۵۱ منډو هدف په تعقيب که څه هم وارنر ۲۰ او فينچ ۱۷ منډي وکړې خو سټيو سميت په تخنيکي توپوهني سره ۸۰ منډي وکړې او لوبډله يې په ۱۹م اوور کي بريا ته ورسوله.
IMG 20191105 161720 سميت خپله لوبډله بريا ته ورسوله!
د پاکستان لپاره محمدعرفان،عماد وصيم او محمدعامر يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
اسټراليا په ۷ ويکټو پاکستان ته په دويمه شل اووريزه لوبه کي ماته ورکړه او د لوبي د غوره لوبغاړي جايزه سټيو سميت وګټله.
IMG 20191105 161602 سميت خپله لوبډله بريا ته ورسوله!
ددې روان شل اووريز سيريز لومړۍ لوبه د باران له کبله بې نتيجې سوه دويمه لوبه نن اسټراليا وګټله او دريمه وروستۍ لوبه د جمعې په ورځ د ماسپښين پر يوې بجې پيليږي.