سرسکالو سینما او موسیقي

سلیم شاهين ولي په دوه کاله بند محکوم سو؟

لیکنه: مدثر دعوت

ليکنه: مدثر دعوت

د افغان سينما فلم جوړوونکی، اکټر او ډايريکټر سليم شاهين د يوې انجلۍ څخه د باج اخيستلو په تور په دوه کاله بند محکوم سو.

د افغانستان لويه څارنوالي وايي سليم شاهين د يوې انجلۍ څخه د خپلو خپرونو لپاره ويډيو او عکسونه نيولي وه،چي وروسته انجلۍ ترې شکايت درج کړ او ويل يې چي سليم شاهين ورته اخطارونه ورکوي،او ترې غواړي چي د عکسونو او ويډيو په بدل کي ورته پيسې ورکړي ،د انکار په صورت کي بې ويډيو او عکسونه په ټولنيزو رسنيو کي نشر کړي،کورنۍ او ملګرو ته به يې هم ور وليږي.

د لويي څارنوالۍ وياند جمشيد رسولي وايي د سليم شاهين دا عمل سايبري جرم دی، درې مياشتي کيږي نوموړی په محبس کي دی،پداسي حال کي چي ابتدايه محکمې ۳ کلونه حبس ورکړی خو استناف څارنوالي يې د بند موده ۲ کلونه ته راکښته کړه.

سليم شاهين د فلم د جوړښت په اړه څه نه وايي،خو نوموړی زياتوي،هغه انجلۍ چي دده په وړاندي يې شکايت ثبت کړی وو له ده يې غوښتي وو چي ددې د کليزي د مراسمو څخه ورته یو تصويري البم جوړ کړي.

نوموړی وايي زموږ شرکت پر دې ډول فلمونو جوړولو پيسې اخلي نو ځکه ما هم ترې دوه لکه افغانۍ وغوښتلې خو انجلۍ موضوع ډيره غټه کړه.

شاهين وايي انجلۍ موږ ته د پيسو د ورکړي څخه انکار وکړ خو وروسته يې موږ په باج اخيستلو تورن کړو،چي څارنوالانو په مرسته يې زموږ دفتر ته پیسې راوړې،څارنوالۍ زه ونيولم خو بيرته يې ازاد کړم .

دی وايي کابو ۱۰ مياشتي زه ازاد وم، زه يې د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي په جرم بيولی وم خو څارنوالۍ وويل دا حقوقي موضوع ده په موږ پوري تړاو نلري ،بلاخره حقوقي موضوع يې په جنايت بدله کړه.

که څه هم سليم شاهين تر نيولو وروسته بيرته ازاد سوی وو، خو درې مياشتي وړاندي د ابتدايه محکمې د حکم پر اساس په داسي حال کي چي په هوايي ډګر کي وو او هندوستان ته يې هنري سفر درلودی بيرته ونيول سو.

سليم وايي دا دده په وړاندي د کاروبار او هم مسلکانو دسيسه وه.

دا فلم جوړوونکی وايي تر نيول کيدو وړاندي يې ډير فلمونه تر لاس لاندي وه چي کارونه يې ناتمامه دي،خو شايد تر ازاديدو وروسته بيرته سينما ته راونه ګرځي.

هيره دي نه وي چي سليم شاهين ته د باليووډ مشهور اداکار درمندر د خپل زوی لقب ورکړی وو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ليکوال ژورنالیست دی, د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ