هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .

سلمان خان وايي، له خپل مور پلار اوس هم سخت ویریږي

د هندي سینما وتلې او نامتو اداکار سلمان خان وايي هغه اوس هم د خپل مور او پلار نه ډېر ډاریږي او که کله کوم ناسم کار کوي نو کورنۍ او دوستان يې ورته نېغه او سمه لاره ښايي.

سلمان خان هغه فلمي ستوری دی چې تر خپل هر فلم وروسته د هماغه فلم په نوم یادیږي. تر دبنګ فلم وروسته ورته خلکو او هندي رسنیو دبنګ خان ویلو او تر فلم سلطان وروسته اوس د هندي سینما د سلطان په نوم یادیږي.

سلمان خان یوازینی اداکار دی چې تر نورو ډېر مینه وال او خوښونکي لري. کله چې د سلمان کوم فلم په هند کې په سینماګانو چلیږي نو باید څو ورځې مخکې ورته ټیکټ واخیستل شي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخکې سلمان خان نن سبا د خپل نوي فلم (ټایګر ژوندی دی) د ثبتولو په چارو بوخت دی.

سلمان خان وايي، هغه اوس هم د خپلې کورنۍ او په ځانګړي ډول د خپل مور او پلار نه ډېر ډاریږي او تل په دې فکر کې وي چې داسې کو ناسم کار ونه کړي چې د کورنۍ د ناخوښۍ او غوسې لامل يې وګرځي.

د سلمان خان په وینا که کله يې کومه تېروتنه کړې د کورنۍ او دوستانو له خوا ورته سمه لاره ښودله شوې ده

د سلمان خان پلار سلیم خان د هندي سینما پخواني اکټر او د فلمونو مشهور لېکوال دی.

.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */