سعودي عربستان کې نن د لومړي ځل لپاره عملا ښځو ډرایوري پيل کړه

سعودي کې وروسته له هغې چې د ښځو له خوا پر موټر چلونې تیر کال لګیدلی قانوني بندیز لرې شو، نن د لومړي ځل لپاره ښځو ته عملا د موټر چلولو اجازه ورکړل شوه.
ښځو ته د موټر چلولو اجازه اصلا تیر کال د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان د اصلاحاتو د پلان په لړ کې ورکړل شوې وه. خو عملا لا ښځې نه وي توانیدلې چې موټر وچلولی شي.

د شنبې په ورځ د سعودي دولتي تلویزون الاخباریه، ددې هیواد د ترافیکو د ادارې د ویاند سامي بن محمد له خولې وویل” اوس هره ښځه حق لري چې د سعودي سلطنت په هره برخه کې چې وغواړي موټر وچلوي.“
سعودي عربستان چې په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو دی چې پر ښځو یې ډیر محدودیتونه لګولي دي، ددې میاشتې په پیل کې یې ښځو ته د ډرایورۍ د لایسنسونو ورکول هم پيل کړل.

د پنجشنبې په ورځ په دې اړه یو درې ورځنی کمپاین پیل شوي چې سرلیک یې و” پر خدای توکل وکړئ او موټر وچلوئ“ ددې کمپاین هدف دا و چې ښځې د موټر چلونې پر مهال د خوندیتوب له تدابیرو او ترافیکي اصولو څخه خبرې کړي.
په سعودي کې د ښځو د حقونو فعالانو پر ټولنیزو رسنیو ددې اقدام هرکلی کړی دی. خو یادونه یې کړې چې په دې هیواد کې لا هم ګڼې دودیزې او ټولنیزې ستونزې شته چې د ښځو د ډرایورۍ په وړاندې یې خنډونه جوړ کړي دي.

نن ګڼو ښځو او فعالانو له سعودي عربستان څخه پر خپلو ټولنیزو رسنیو د موټر چلونې پر مهال د ښځو تصویرونه خپاره کړي دي.