هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
سیاست

د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ په اړه څو مشهورې خبرې

 

سعودي سیاسي ګوندنه نه شته او انتخابات په کې نه کیږي

سعودي عربستان په نړۍ کې د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې سیاسي ازادي په کې نه شته. په دې هیواد کې سیاسي ګوندونه، او پارلمان نه شته. او د لوړو څوکیو لپاره په کې انتخابات نه کیږي.

د مدني ازادیو نړیوالې ډله سعودي عربستان پر سیاسي ازادیو د محدودیت له پلوه د شمالي کوریا او ترکمنستان په څیر د هیوادونو په ډلو کې حسابوي. دغلته په حکومت او واک پورې تړلې ټولې پریکړې د سعودي پاچا سلمان او د هغه په کورنۍ پورې تړلي دي.

رسمي لوړې دندې لومړی د شهزادګانو دي

په سعودي عربستان د السعود کورنۍ شا او خوا اوه زره شاهزادګان لري چې د السعود د نوم ورستاړی ځان سره کاروي. له کابینې رانیولې تر وړو مدریتونو پورې په زیاترو لوړو دندو لومړی د شاهي کورنۍ غړي ټاکل کیږي. یوازې هغه لوړ پوسټونه نورو خلکو ته ورکول کیږي چې شهزادګان په کې لیوالتیا ونه لري او یا د شاهي کورنۍ نور ملاحظات لري.

د سعودي په ټول تاریخ کې ددې هیواد په کابینه کې دوه وزیران داسې تیر شوي او یا دي چې د سعودي د شاهي کورنۍ غړي نه اوسي. د سعودي د بهرنیو چارو اوسنی وزیر عادل الجبیر دا مهال د سعودي کابینه کې یوازینی کس دی چې د شاهي کورنۍ غړی نه دی.

د سعودي پاچا د یو سفر لپاره ۵۰۰ ټنه بار( لګیج)

څه موده مخکې د سعودي پاچا عبدالله اندونیزیا ته نهه ورځنی سفر درلود. هغه مهال د نوموړې سره له سعودي عربستان څخه پنځه سوه ټنه بار وړل شوی و چې د نړۍ په رسنیو کې د سر موضوع وه. پر دې سربیره په دې سفر کې له سعودي پاچا سره څو مرسیډیز لیموزین ګاډي، ګرځنده تشناب او د الوتکې څخه د ښکته کیدو لپاره طلايي زینې هم وړل شوې وې.

سعودي کې پاچا ټولواک دی

سعودي ډیموکراسي نه ده، په دې ټول پوهیږو. خو د ویکي لیکس له خوا له رسوا شویو اسنادو ښکاري چې په شاهي کورنۍ کې دننه هم تر ډيره چارې په سلا مشوره نه دي رواني. په عربي متحده اماراتو کې د سیاسي چارو څيړونکي عبدالخالق بن عبدالله چې د سعودي د شاهي کورنۍ په اړه یې د ویکي لیکس خپاره کړې ۱۰۰ اسناد لوستي، وايي د سعودي پخواني د بهرنیو چارو وزیر شهزاده سعود الفیصل، له پاچا څخه په ډيرو وړو مسلو کې هم اجازه غوښتې. پروفیسور عبدالخالق بن عبدالله نیویارک ټایمز ته ویلي” له دې ښکاري چې سعودي کې پاچا، پاچا او ټولواک دی.“

پر شاهي تاج کړکیچ

په سعودي عربستان کې بیخي ډیر شهزادګان دي، خو له بده مرغه ددې هیواد شاهي تاج یو دی. او ډیر کله ددې تاج پر سر او یا د تاج څښتن ته د نژدې کیدو پر سر ددې زرګونو شاهزادګانو ترمنځ کړکیچونه روان وي.

په ۱۹۷۵ م کال کې خلکو دغلته د خپل پاچا الفیصل سره مینه لرله. نوموړې له امریکا سره ښې اړیکې لرلې او د سعودي د خلکو د ښیګڼې لپاره یې هم هڅه کوله. خو د شهزاده ابو مسعود په نوم وراره یې له پاچا سره ورانه وه. د ۱۹۷۵ م کال په مارچ پنځه ویشتمه، شهزاده د خلکو په وړاندې پاچا فیصل درې مرمۍ وویشت. پاچا لږ وروسته د ټپونو له کبله مړ شو، اوشهزاده اعدام شو. نو د سعودي عربستان د دومره شهزادګانو تر منځ د تاج ساتل اسانه کار هم نه دی.

 

د شاهي کورنۍ پیسې له کومه راځي

په مجموع کې د سعودي دولتي عواید له تیلو او دې هیواد ته د حج د فریضې د ادا کولو لپاره د ورتلونکو حاجیانو څخه دي. خو دا پیسې څنګه سعودي شهزاګانو ته په لاس ورځي؟

په ۲۰۱۱ م کال کې د د ویکي لیکس له خوا له خپرو شویو اسنادو ښکاري چې پر سوداګریزو چارو سربیره سعودي شهزادګان له ګڼو قانوني او غیرې قانوي لارو پیسې تر لاسه کوي. دوی له بانکونو پورونه اخلي او بیرته یې نه ورکوي. په دې برخه کې د سعودي ملي سوداګریز بانګ ته د شاهي کورنۍ د بانک په سترګه کتل کیږي. شهزادګان همدارنګه په سعودي کې د سوداګریزو سیمو د مځکو په لاندې کولو او پرې د سوداګریزو پروژو د جوړولو له درکه هم ډیرې پیسې تر لاسه کوي.

سعودي شهزادګانو غیرې قانوني کړنې یوازې سعودي پورې محدودي نه دي

له امریکا رانېولې تر اروپا او اسیايي هیوادونو پورې وخت په وخت د سعودي شهزادګانو او د نورو هیوادونو د قانون ټینګونو ادارو تر منځ کړکیچونه راپورته شوي. د سعودي د ولیعهد شهزاده نایف بن عبدالعزیز د پخوانۍ میرمنې مها السودایري د ډیرو لښګتونو په اړه رسنیو کې ډیرې لیکنې خپرې شوې دي. خو د وروستیو خپرو شویو اسنادو له مخې شهزادګۍ مها الابراهیم چې د دفاع د پخواني مرستیال وزیر عبدالرحمن بن عبدالعزیز السعود میرمن ده هم ترې کمه نه ده.
دې دواړو سعودي شهزاد ګیو په جینوا کې په یو هوټل کې اوږده موده تیره کړې وه او همدارنګه دغلته یې په سویس کې د لیموزین کمپنۍ موټر کارولي وو، خو وروسته یې د خپلو موټرو او هوټل د یو نیم میلون ډالرو له ورکولو ډه ډه وکړه. ددې کمپنۍ مشر اسوشیتید پریس ته وویل موږ نور له دې کورنۍ سره کار نه کوو.

 

په دې وروستیو کې په لبینان کې د یو سعودي شهزاده په ځانګړې الوتکه کې دوه ټنه نشه يي مواد نیول شوي و چې په بکسونو کې بند و.

 

شهزاده ترکي او شهزادګۍ هند

شهزاده ترکي او شهزادګۍ هند د خپلو مجللو محفلونو او پارټیو د جوړولو او د خپلو خدمتګارانو سره د ناسم چلن له کبله مشهور وو. دوی چې کله د امریکا په فلوریډا ایالت کې اوسیدل، ددې ایالت څارنوالۍ یې په اړه د خپلو کارکونکو د وهلو ډبولو له کبله قضیه راپورته کړې وه. شهزاده ترکي له خپلې میرمنې سره له فلوریډا ووت او سعودي ته ستون شو.

کله چې دا ښځه او خاوند په قاهره کې وو، نو د خپلو مزدورانو سره د ناسم چلن پېښې یې ډیرې عامې وې.

کله چې دوی په یو هوټل کې اوسیدل، دوه مزدوران یې د هوټل له بالکون څخه لاندې ولویدل. دوی هڅه کوله د شهزاده ترکي او شهزداګۍ هند له څو ورځنۍ شکنجې وتښي.

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */