سپورټ نړیوال کرکټ

سرېلانکا د پاکستان خلاف لوبیز سفر ته لوبډله اعلان کړه

لیکنه : عبدالله عادل

لاهیروتریماني او دسن شنکا د پاکستان د لوبیز سفر لپاره د سرېلانکا د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو لوبډلمشران ټاکل سوي .

لوبډله دوې ورځي وروسته تر هغه اعلان سوه چي د سرېلانکا د دوو کرکټ بڼو اوسنیو لوبډلمشرانو دیموت کرونارتني او لسیت ملینګا پاکستان ته له لوبیز سفر څخه ناخوښي څرګنده کړه .د دوی تر څنګ اته نور سرېلانکايي لوبغاړي هم هلته له تګ څخه پر شا سول، دوی ټول په پاکستان هیواد کي د خپل امنیت په اړه اندېښمن وه.

د یو ورځنیو لوبو په ۱۵ کسیزه لوبډله کي یواځنی نوی لوبغاړی چي د لومړي ځل لپاره به د سرېلانکا په ملي لوبډله کي راڅرګند سي ۲۴ کلن ویکټ کیپر توپ وهونکی مینود بنوکا دی. همدا ډول بنوکا او بهنوکا راجپکسا بیا د شل اوریزو لوبو په لوبډله کي په لومړي ځل لوبېدونکي لوبغاړي دي یاد دواړه لوبغاړي په وروستیو کي د سرېلانکا د ایمرجینګ او الف لوبډلو لپاره لوبېدلي.

دنوشکا ګناتیلکا څوک چي د بنګلدېش خلاف د سرېلانکا په کوربتوب د یو ورځنیو لوبو لپاره له لوبډلي لیري سوی وو او ور سره چپ لاسی ورو توپ اچونکی لکشن سندکن هم د پاکستان خلاف لوبیز سفر ته په لوبډله کي اخیستل سوي دي.

د چټکي توپ اچوني برخه به نوان پرادیپ او چپ لاسی اسورو اودانا مخته وړي څوک چي کربین پریمیر لیګ تر شا پرېږدي او پر ځای به یې پاکستان ته سفر کوي.ځوان چټک لوبغاړی لاهیرو کمارا او کسن راجیتا هم په لوبډله کي شامل سوي.

سرېلانکا او پاکستان به درې یو ورځنۍ لوبي په کراچي کي د سپټمبر په ۲۷ ، ۲۹ او د اکټوبر پر ۳یمه ترسره کوي او وروسته به د کوربه هیواد لاهور ښار ته د شل اوریزو لوبو لپاره سفر وکړي.

پاکستان د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو د لوبلړۍ په مرسته غواړي چي دا وښيي چي د پاکستان امنیت د ډاډ وړ دی.

د سرېلانکا د یو ورځنیو لوبو نوملړ:

لاهیرو تریماني لوبډلمشر ، دنوشکا ګوناتیلکا ، سدیرا سماراویکراما،اویشکا پرناندو ، وشادا پرناندو ، شیهان جیاسوریا ، دسن شنکا ، مینود بانکا ، انجیلو پریرا ، ونیندو هسرنګا ، لکشن سندکن ، نوان پرادیپ ، اسورو اودانا ، کسن راجیتا او لاهیرو کمارا.

د سرېلانکا د شل اوریزو لوبو نوملړ :

دسن شنکا لوبډلمشر ، دنوشکا ګونتیلکا ، سدیرا سماراویکراما ، اویشکا پرناندو ، وشادا پرناندو ، شیهن جیاسوریا ، انجیلو پریرا ، بانوکا راجپکسا ،مینود بنوکا ، لاهیرو مدوشنکا ، ونیندو هسرنګا ، لکشن سندکن ، اسرو اودانا ، نوان پرادیپ ، کسن راجیتا او لاهیرو کمارا.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عبدالله عادل - کندهار کې د یاران ټیم غړی