مارچ 7, 2021

سریلانکا کرکټ بورډ لاسیت ملینګا ته د هندوستان پریمیرلیګ د سیالیو پريښودو اخطار ورکړی

Advertisements

سریلانکا هېواد خپل تیز توپ اچوونکي ملینګا ته اخطار ورکړي چې هندوستان پریمیر لیګ سیالۍ دې پريږدي او خپل هېواد ته ورشي.
خو ملینګا وایې تر هغې چې د ای پې ایل سیالۍ نه وي ختمي شوي سریلانکا ته نه ځي او په هندوستان کې به پاتي شي.
ملینګا اوس مهال په هندوستان پریمیر لیګ سیالیو کې د ممبئ انډین د لوبډلې لپاره د توپ اچوونې روزنه کوي.
رسنۍ وایې چې سریلانکا کرکټ بورډ ملینګا ته اخطار وکړي چې دې خپل هېواد ته ورشي او په تمریناتو کې دې برخه واخلي.
د سریلانکا غوراوي کمیټې لسیت ملینګا سېمه ایېزو یو ورځنیو سیالیو د لوبغاړو په سکواډ کې ځای کړی، چې ور سره د سریلانکا کرکټ بورډ لخوا اخطار ورکړل شوی او ورته ویل شوي که چېرته په کورني کرکټ کې د خپل لوبډلې سره ونه لوبیږي نو به ورته د سریلانکا په ملي لوبډله کې ځای ورنکړل شي.
لسیت ملینګا چې اوس مهال په هندوستان پريمیر لیک کې د ممبئ انډین لوبډلې سره د توپ اچوونې د روزونکي په حیث بوخت دی، د خپل کرکټ بورډ د اخطاريې په جواب کې یې ویلي تر هغې چې دغه لیګ نه وې ختم شوي نو په هېڅ کورني کرکټ کې به ونه لوبیږي.
نوموړي ویلي چې دی اوس هم د لوبو لپاره کافي برابر دي او کولی شي چې د خپلي لوبډلې لپاره ولوبیږي.
ده ویلي چې په تمریناتي سیالیو کې به لوبې وکړي او که چېرته یې ښه کار کردګي وکړه نو غوراوي کمېټه به یې غوره کړې.
لیست ملینګا د سریلانکا لوبډلې تیز توپ اچوونکی دی د خپلي ځانګړې توپ اچووني د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې زیات مینوال لري.
ملینګا د خپلې توپ اچوونې د ځانګړي سټایل او توپ اچوونه کې د یرکرو توپونو کولو له امله زیات شهرت پیدا کړی.

نادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث لاندې دي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره ... نور ولولئ