د سریلانکا او ویسټ انډيز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د سریلانکا هیواد په کوربتوب د درو یو ورځنیو لوبو د لړۍ څخه ئې لومړۍ لوبه پرون شنبه ترسره سوه، چي سریلانکا په یوې ویکیټي ویسټ انډيز ته ماته ورکړه.
د یادي لوبي پچه یا ټاس کوربه سریلانکا وګاټه او خپله ئې د توپ اچوني پرېکړه وکړه.
ویسټ انډيز لوبډلي په ټاکلو ۵۰ آورونو کي د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره سریلانکا لوبډلي ته د ۲۹۰ منډو هدف وټاکی.
د ویسټ انډيز لپاره په یاده لوبه کي شې هوپ ۱۱۵، چېس ۴۱، براوو ۳۹ او کیمو پاول بیا ۳۲ منډي جوړي کړې.
د سریلانکا لپاره بیا اسورو ودانا ۳، خو نووان پردیف او تیسارا پریرا بیا یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.
کله چي د سریلانکا لوبغاړي د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته سول، نو د لوبي په ۴۹،۲ آورونو کي د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ئې د ویسټ انډیز له لوري ورکړل سوی د ۲۹۰ منډو هدف پوره کړ او په یوه ویکیټ ئې بریا خپله کړه.
د سریلانکا لپاره بیا کرنارتاین ۵۲، پيماندو ۵۰، کوشان پریرا او هسرنجا ۴۲ او تیسارا پریرا بیا ۳۲ منډي جوړي کړې.
د ویسټ انډيز لپاره بیا الزاري جوسیف ۳، کیمو پاول او هیډن واش ۲ ـ ۲ او جېسن هولډر بیا ۱ لوبغاړی وسوځاوه.
ټاکل سوې دا دوه هیوادونه دوهمه یو ورځنۍ لوبه راتلونکې چهارشنبه ترسره کړي.
د لویې بریا په لټه کې څه لاسته راوړلی شئ؟
د سترو پایلو لپاره ستر سوچ پکار دی ـ د بریا لپاره عمل اړین دی چې د بریا لار وګرځي او د لوی سوچ له لارې تشکیل ومومي،او د هغه اړیکې رامنځته کېدل ممکن کړي ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي