سریلانکا ـ ویسټ انډیز وایټ واش کړ او په درې واړه لوبو کي ئې سخته ماته ورکړه!

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د سریلانکا او ویسټ انډیز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د درو یو ورځنیو لوبو د لړۍ درې واړه لوبي سریلانکا وګټلې او ویسټ انډیزۍ لوبډله ئې وایټ واش کړه.
inbound6854728644511153232 سریلانکا ـ ویسټ انډیز وایټ واش کړ او په درې واړه لوبو کي ئې سخته ماته ورکړه!
سریلانکا په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کي ویسټ انډیز ته په یوه ویکیټه، په دوهمه لوبه کي په ۱۶۱ منډو توپیر او په درېیمه لوبه کي ئې بیا پرون یکشنبه په ۶ منډو ماته ورکړه.
وروستۍ لوبه، چي پرون ترسره سوه، پکښي لومړی سریلانکا توپوهنه وکړه. سریلانکا په ټاکلو ۵۰ آورونو کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ویسټ انډیز ته د ۳۰۸ منډو هدف وټاکه.
د سریلانکا لپاره کوشال میندیس ۵۵، کوشال، ډهانجایا ۵۱، پریرا ۴۴، دیمیت ۴۴ او تیسارا پریرا بیا ۳۸ منډي جوړي کړې.
inbound2141531322197618476 سریلانکا ـ ویسټ انډیز وایټ واش کړ او په درې واړه لوبو کي ئې سخته ماته ورکړه!
د ویسټ انډیز لپاره بیا الزاري جوسیف څلور، جېسن هولډر دوې، خو شلډن کوټریل، روستن چېس او کیرون پولارډ بیا یوه ویکیټ واخیستله.
inbound8318456644274682763 سریلانکا ـ ویسټ انډیز وایټ واش کړ او په درې واړه لوبو کي ئې سخته ماته ورکړه!
کله چي د ویسټ انډیز لوبغاړي د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته سوه، نو په ټاکلو ۵۰ آورونو کي ئې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۰۱ منډه جوړه کړه او په ۶ منډو ئې له سریلانکا څخه ماته وخوړه.
د ویسټ انډیز لپاره شې هوپ ۷۲، سونیل امبریس ۶۰، نیکولاس پورن ۵۰، کیرون پولارډ ۴۹ او پابین آلین بیا ۳۷ منډي جوړي کړې.
inbound2714265220686455595 سریلانکا ـ ویسټ انډیز وایټ واش کړ او په درې واړه لوبو کي ئې سخته ماته ورکړه!
د سریلانکا لپاره بیا متیوز څلور، خو اسورو ودانا او هسرنجا بیا یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.
inbound3400829207689024865 سریلانکا ـ ویسټ انډیز وایټ واش کړ او په درې واړه لوبو کي ئې سخته ماته ورکړه!
اوس د سریلانکا او ویسټ انډیز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د درو یو ورځنیو لوبو دا لړۍ ۳ پر ۰ سریلانکا وګټله.
ټاکل سوې دا دوه هیوادونه د راتلونکي چهارشنبې او جمعې په ورځو دوې شل آوریزه لوبي هم ترسره کړي.

About ياران ټیم 3434 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.