سمیع الله درانی
سریلانکا د ۲۰۱۹ م کال د اکټوبر میاشت په سر کې پاکستان ته د درې یو ورځنیو او درې شل اوریزو لوبو لپاره سفر کړی و، یو ورځنۍ لوبې یو، د یو پر وړاندې مساوي شوې او د شل اوریزو لوبو سیریز درې د صفر پر وړاندې سریلانکا خپل کړ.
اوس د سریلانکا کرکټ بورډ بیا تابیا نیولې، چې د ډېسمبر په میاشت کې خپله لوبډله پاکستان ته واستوي او هلته دوه ټېسټ لوبې وکړي.
په تېر سیریز کې د سریلانکا ستر او مشهور لوبغاړي پاکستان ته د امنیتي اندېښنو له امله نه وو تللي؛ خو بیا یې هم لاسته راوړنه ښه وه.
د راروانو دوو ټېسټ لوبو لپاره دقیقه نېټه نه ده په ډاګه شوې؛ خو لوبې به په کراچۍ او راولپېنډۍ ښارونوکې ترسره شي.
د سریلانکایي لوبډلې مخکیني سفرته سخت امنیتي تدابیرنیول شوي وو او دا ځل به بیا هڅه کېږي، چې لا سخت امنیتي کنټرول رامنځته شي.
د ۲۰۰۹ م کال مارچ میاشت کې سریلانکایي لوبډله د پاکستان لاهور ښارکې تر برید لاندې راغلې وه او اته سریلانکایي لوبغاړي پکې ټپیان شوي وو، دې پېښې د پاکستان کرکټ ته سخت ټکان ورکړ او پاکستان یې لس کاله په خپل کورکې نړیوال کرکټ پسې ارمانجن او سرګردانه کړل.
له هغې مرګوني پېښې وروسته د کرکټ نړیوالې شورا پاکستان کې نړیوال کرکټ منع اعلان کړ او دا بندیز لا هم په ډاډه زړه سل سلنه نه دی لری شوی.
پاکستانی کرکټ بورډ وخت ناوخت د نړۍ غوره کرکټ لوبډلو ته زارۍ کوي، چې هېواد ته یې سفر وکړي او پاکستان کې د کرکټ نړیوالې شورا د زړه نرمولو لپاره کرکټ ته یو ځل بیا وخت ورکړل شي.
له ۲۰۱۷ م کال راهیسې، د ځېنو لوبډلو سفرونه پاکستان ته شوي او دې چارې لوبډلو او د کرکټ نړیوالې شورا ته لږ څه جرائت ورکړ، چې پاکستان کې یو ځل بیا لوبې وشي او کرکټ ورستون شي.
په تېرکې زِمبابوې، ویسټ انډیز، د نړۍ یوولس کسیزې غوره لوبډلې او افغان لوبډلې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۸ م کلونو کې پاکستان ته سفرونه کړي دي.
د ۲۰۱۷ م کال په وروستیو کې بیا افغان لوبډلې سره خبره وروستۍ شوې وه، چې اسلام او کابل به د یو بل د لوبډلو د شل اوریزو لوبو کوربتوب کوي؛ خو دا سیریزونه په کابل کې د ستر ټانکر بم برید وروسته لغوه شول.
د پاکستان او سریلانکا ترمنځ به لومړۍ ټېسټ لوبه د ډېسمبر په ۱۱ مه نېټه پیل شي او دوهمه یې ښایي د ډېسمبر په ۱۹ مه نېټه وشي.
د کرېک بز وېب پاڼې ویلي، دا دقیقې او وروستۍ نېټې نه دي او ښایي مهالوېش کې یې تغیرات رامنځته شي.