سرګي لاوروف: شلو کلو کې نړیوالو د افغانستان د ثبات لپاره سم کار ونه کړ

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په افغانستان کې روان خراب امنیتي وضعیت ته په اشارې ویلي چې ښایي د دغه هېواد وضعیت نور هم پسې خراب شي.

هغه زیاته کړې چې په دې صورت کې دوی د خپلو ملګرو هېوادونو د امنیت خوندیتوب ته چمتو دي او روسیه به په تاجکستان کې له خپلې پوځي اډې څخه کار واخلي څو په سیمه کې د خپلو ملګرو امنیت خوندي کړي.

نوموړي نړیوال ملامت کړي دي چې په وینا یې د دوو لسیزو په تېرېدو یې په دغه هېواد کې د ثبات لپاره هیڅ کار نه دی کړی.

نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې تاجکستان پرون د افغان-تاجک پولې د امنیت ساتنې لپاره د دغې پولې په اوږدو کې شاوخوا شل زره سرتېري ځای پر ځای کړي دي.

د تاجکستان دولتي رسنۍ وایي، امام علي رحمان د افغانستان او روسیې د ولسمشرانو ترڅنګ، د سیمې د یو شمیر هیوادونو او متحدینو له مشرانو سره د اړیکې تر نیولو وروسته افغان پولې ته څېرمه د شل زره پوځیانو د ځای پر ځای کولو پرېکړه کړې ده.

بلخوا روسیې ویلي چې دوی په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي ځانګړې توګه تاجک پولې ته څېرمه پر خرابېدونکي امنیتي وضعیت اندېښمن دي.

د راپورونو له مخې، روسیې ویلي چې په دغه هېواد کې د روسانو پوځي اډه چمتو ده چې د افغان-تاجک پولې په ساتلو کې د تاجکستان سره مرسته وکړي.

په ورته وخت کې راپورونو کې ویل شوي، چې روسیې او تاجکستان افغان پولې ته څېرمه ګډ نظامي تمرینات پیل.

په دې تمریناتو کې هوایي او ځمکني ځواکونه برخه لري او تر ډېره د هوایي بریدونو په برخه کې پوځي تمرینات ترسره کېږي.

د تاجکستان امنیتي چارواکو ویلي دوی هڅه کوي احتمالي ګواښونه پر وخت دفع کړي.

تر دې تمریناتو یوه ورځ مخکې د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین ویلي وو چې دوی د اړتیا په صورت کې له تاجکستان سره د امنیت په تامین کې همکاري کوي.

د تاجکستان ولسمشر له ولسمشر غني سره هم خبرې کړې وې او ددغه سیمې د امنیت په اړه یې خپلې اندېښنې شریکې کړې وې. دواړو لورو له یو بل سره د همکارۍ ژمنه هم کړې وه.

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ