اپریل 21, 2021

سرګي لاوروف د افغان سولې په تړاو پاکستان ته په دوه ورځني سفر تللی

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د افغان سولې په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته تللی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې سرګي لاوروف په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته رسېدلی دی او د سفر ستره موخه یې هم پر افغان سوله له پاکستاني چارواکو سره خبرې کول دي.

لاوروف به له پاکستان وغواړي چې په رښتینې توګه له افغان سولې سره همکاري وکړي او په دې توګه دلته روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسوي.

هغه تر دې وړاندې هند ته تللی و او له هندي چارواکو سره یې پر افغان سوله خبرې کړې وې.

سرګي لاوروف ټینګار کړی و چې د افغانستان د سولې په مسئله کې د سیمې د هېوادونو رول مهم دی او دلته ثبات د ټولو اړخونو په ګټه دی.

د یادونې ده چې تېره ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په تازه څرګندونو کې ویلي څومره چې د افغان سولې په اړه سیمه ییزه اجماع پیاوړې کېږي دومره افغانستان او افغانان سولې ته نږدې کېږي.

د لاوروف په خبره هند په سیمه کې د افغانستان د سولې په برخه کې د مرستندوی په توګه په دې پروسه کې مهم رول لري او باید خپلې هڅې لا ډېرې کړي.

لاوروف وایي هند د افغان سولې په اړه په سیمه ییزه او نړیواله کچه په جوړوو شوو کنفرانسونو او غونډو کې رغنده رول لوبولی دی او روسیه یې د هڅو ستاینه کوي.

دغه لوړپوړي روسي ديپلومات ویلي چې د افغان سولې لپاره به د سیمه ییزې اجماع په لا پياوړتیا کې هڅه کوي.

تر دې وړاندې روسي چارواکو ویلي وو، هڅه کوي د افغان سولې او دلته د سیاسي حل له درکه هند ته رامنځ ته شوې اندېښنې له منځه یوسي.

د حافظې ارزښت

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : روانې سلامتي

کېدای شي تاسو په ژوند کې د حافظې په ارزښت پوه شئ خو موږ غواړو په دې اړه تاسو ته لږه توضیح درکړو، ځکه چې که تاسو د حافظې د ارزښت په اړه پوه شئ ... نور ولولئ