فبروري 26, 2021

سريلانکا کريکټ لوبډله هند ته ولاړه.

ليکنه: مدثر دعوت
د سريلانکا کريکټ لوبډلي نن سهار د هندوستان په لور د لوبو کولو لپاره سفر پيل کړ.
د سريلانکا او هند ترمنځ ۳ شل اووريزي لوبي د هندوستان په کوربتوب ترسره کيږي.
سريلانکا کريکټ د غوراوي کميتې پرون ددې لوبو لپاره د لاسيت ملينګا په لوبډلمشرۍ لوبډله اعلان کړه.

پدې ۱۶ کسيزه لوبډله کي لاسيت ملينګا ،دنوشکا،اويشکا فرنندو،انجيلامتيوز،شانکا،کوسل پريرا،ډيکويلا،ډيسلوا،ايسوري ادانا، راجاپاسکا، اوشاندا فرنندو،هسرنګا،لاهیرو کمارا،کوسل منديس او ساندکن شامل دي.

که څه هم د نوان يراديپ نوم په سکوډ کي اعلان سوی وو خو د تمريناتو پرمهال د ټپي کيدو له کبله د سفر څخه پاته سو.
هندوستان بيا د ويرات کهولي په لوبډلمشرۍ سره ۱۵ کسيزه لوبډله اعلان کړې.

پدې لوبډله کي ويرات کوهلي،جسپريټ بومرا،یوزندرا چاهال،شيکر داون،شيوام ډوبي،رويندرا جديجا،کولديف ياداو،شرياس اير،منيش پانډې،ريشب پنت،لوکيش راهول،نوديپ سني،سنجو سامسون،شردل ټاکور او واشنګټن سندر شامل دي.
د هندوستان او سريلانکا ترمنځ لومړۍ شل اووريزه لوبه راتلونکې يکشنبه د جنوري مياشتي په پنځمه نيټه د ماښام ۰۶:۰۰ بجې پيليږي.