سريلانکا قوي لوبډله پاکستان ته استوي!

ليکنه: مدثر دعوت
سريلانکا کريکټ بورډ د پاکستان د سفر لپاره د ټیسټ لوبډله اعلان کړه.
د سريلانکا کريکټ لوبډله چي څو عمر وړاندي پاکستان ته تللې وه،د ځوانو لوبغاړو جوړه وه خو له جامونو سره مله او په ډاډ سره بيرته خپل هيواد ته ستنه سوه.
د ۲۰۱۷ز کال راهيسي د بيلابيلو هيوادونو لوبډلي د يو ورځنيو او ۲۰ اووريزو لوبو لپاره پاکستان ته تللي خو د ۱۰ کلونو وروسته به يوځل بيا پاکستان د ټيسټ کريکټ کوربه وي.
که څه هم په تير کي هيڅ تجربه کاره سريلانکايي لوبغاړي دېته زړه نه ښه کوی چي پاکستان ته د لوبو لپاره ولاړ سي خو دا ځل ورته د پاکستان حکومت قناعت ورکړی او ټول لوبغاړي يې راضي کړيدي.
دا ځل د ۲ ټيسټ لوبو لپاره د ديموت کرونارتني په لوبډلمشرۍ سره د انجيلامتيوز او کوشال منديس په ګډون ۱۶ کسيزه لوبډله پاکستان ته ځي.
د سريلانکا کريکټ لوبډلي د ټيسټ لوبو سکواډ:

ديموت کرونارتني،کوشال پرير،انجيلامتيوز،دنيش چانديمال،کوشال منديس،لاهيروټريماني،ډننجايا ډيسلوا،نيروشان ډيکويلا،ديلروان پريرا،لاسيت ایبولډنيا،سرنګا لکمل،لاهيرو کمارا،ويشوا فرناندو، کسن راجيتا ،لکشان سندکن.
سريلانکايۍ لوبډله به د ډسمبر مياشتي په ۸مه نيټه پاکستان ته سفر وکړي او ۲ ټيسټ لوبي به د تيسټ کريکټ د چمپينشيپ ترمحور لاندي ترسره کړي.
لومړۍ لوبه د ډسمبر په يوولسمه او دويمه لوبه د ډسمبر په نوولسمه نيټه د راولپنډي او کراچۍ په لوبغالو کي ترسره کيږي.
تر دې وړاندي په اکتوبر مياشت کي هم ځواني سريلانکايۍ لوبډلي پاکستان ته سفر کړی وو چي د پاکستان د قوي کريکټ لوبډلي څخه يې د يوورځنيو او ۲۰ اووريزو لوبو سيريزونه وګټله.

وروستي مطالب