سريلانکا د ۲۳ منډو په توپير ويسټ انډيز ته ماته ورکړه!

ليکنه: مدثر دعوت
د ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام ۳۹مه لوبه د ويسټ انډيز او سريلانکا ترمنځ وه.
د لوبي پچه ويسټ انډيز وګټله او د توپ اچووني پريکړه يې وکړه.
سريلانکا وکولای سوله چي د ۶ لوبغاړو په سوځيدو ۳۳۹ منډي هدف وټاکي.
کرونارتني ۳۲، کوسل پريرا ۶۴، مينديس ۳۹، ټريماني ۴۵ او فرناندو سليزه ووهله په ۱۰۳ توپونو يې ۱۰۴ منډي وکړې.

د ويسټ انډيز لپاره کوټرل،توماس او الن يوه يوه ويکټه واخيسته همدارنګه جيسن هولډر ۲ لوبغاړي وسوځوله.
د سريلانکا د ۳۳۹منډو هدف په تعقيب ویسټ انډيز ښه پيل ونه کړ.
کریس ګيل ۳۵ خو امبریس يوازي ۵ منډي وکړې.
هيټماير ۲۹،الن ۵۱ او نيکولاس پوران بيا په ۱۰۳ توپونو ۱۱۸ منډي وکړې.

د سريلانکا توپ اچوونکو انجيلا متيوز وينډر سی او راجيتا يوه يوه ويکټه واخيسته همدارنګه لاسيت ملينګا بيا ۳ ويکټي ترلاسه کړې.
ویسټ انډيز د ۹ ويکټو په له لاسه ورکولو سره وکولای سوله چي ۳۱۵ منډي وکړي خو سريلانکا لوبه د ۲۳ منډو په توپير وګټله.
اويشکا فرناندو د سليزي په وهلو سره د لوبي د غوره لوبغاړي جائزه وګټله.
سريلانکا په روان نړيوال جام کي ۸ لوبي کړي، ۳ يې ګټلي، ۳ يې بايللي او ۲ د باران له کبله بې پايلي پايته رسيدلي اوس مهال د جدول په شپږم مقام کي ځای لري.

همدارنګه ويسټ انډيز هم ۸ لوبي کړي يوه لوبه يې ګټلې، ۶ يې بايللي او يوه لوبه یې د باران له کبله بې پايلي پايته رسيدلې اوسمهال د جدول په نهم ځای کي قرار لري.
هيره دي نه وي چي د نړيوال جام په لړ کي نن ۰۲:۰۰ بجې د بنګلديش او هندوستان لوبه ده.