سريلانکا د پاکستان څخه په پاکستان کي سيريز وګټی.

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ليکنه: مدثر دعوت
د پاکستان او سريلانکا ترمنځ دويمه ۲۰ اووريزه لوبه تيره شپه ترسره سوه.
د غه لوبه چي د پاکستان د لاهور ښار په قذافي لوبغالي کي وه د لوبي پچه سريلانکا وګټله او د توپوهني پريکړه يې وکړه.
FB IMG 1570503478899 سريلانکا د پاکستان څخه په پاکستان کي سيريز وګټی.
سريلانکايي لوبډلي وکولای سوه چي په پوره شل اوورونو کي د ۶ لوبغاړو په سوځيدو ۱۸۳ منډي هدف وټاکي.
دسريلانکا لپاره راجاپاکسا ۷۷، جاياسوريا ۳۴،شاناکا ۲۷ او ګوناتيلاکا ۱۵ منډي وکړې.
FB IMG 1570503594067 سريلانکا د پاکستان څخه په پاکستان کي سيريز وګټی.
د پاکستان لپاره په توپ اچوونه کي عماد وسيم،وهاب رياض او شاداب خان يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
د ۱۸۳ منډو هدف د پوره کولو لپاره پاکستان ښه پيل ونه کړ او په لومړنيو اوورونو کي يې ډير مهم لوبغاړي دلاسه ورکړه.
دپاکستان لپاره عماد وسيم۴۷، اصف علي ۲۹ او سرفراز احمد ۲۶ منډي وکړې پاسي حال کي چي ټوله لوبډله يې په ۱۹م اوور کي په ۱۴۷ منډو کي وسوځيده.
FB IMG 1570503469838 سريلانکا د پاکستان څخه په پاکستان کي سيريز وګټی.
د سريلانکا لپاره پراديپ ۴، کاسارنګا ۳، اودانا ۲ او راجيتا يوه ويکټه ترلاسه کړه.
پاکستان د ۳۵ منډو په توپير د سريلانکا په وړاندي لوبه وبايله.
بهانوکا راجاپاسکا د لوبي د غوره لوبغاړي جائزه وګټله.
FB IMG 1570503485324 سريلانکا د پاکستان څخه په پاکستان کي سيريز وګټی.
پاکستان خپله لومړنۍ شل اووريزه لوبه هم د سريلانکا په وړاندي په لوی توپير بايلوله.
سريلانکا د شل اووريزو لوبو لړۍ وګټله.
د سريلانکا دغه لوبډله چي د سيريز ګټوونکې سوه، تر ټولو ځوانه لوبډله ده پداسي حال کي چي د پاکستان لوبډله د پوره باتجربه لوبغاړو څخه جوړه وه.