رسنۍ

سريلانکا د اسټرالیا د سفر لپاره لوبډله اعلان کړه!

لیکنه: مدثر دعوت

ليکنه: مدثر دعوت

وروسته تر هغې چي سريلانکا کريکټ ملي لوبډلي د پاکستان لوبډله په پاکستان کي کلين سويپ کړه اوس د اسټراليا سره د ۲۰ اووريزو لوبو لړۍ پيلوي.

سريلانکا تر ټولو ځوانه لوبډله پاکستان ته ليږلې وه خو د پاکستان باتجربه لوبډله یې ماته کړه.

دادی اسټراليا او سريلانکا د ۳ شل اووريزو لوبو لړۍ پيلوي.

سريلانکا د اسټراليا د سفر لپاره د پاکستان برخلاف يوه قوي لوبډله د لاسيت ملينګا په لوبډلمشرۍ چمتو کړېده.

سريلانکايۍ لوبډله د اکتوبر په شلمه نيټه اسټراليا ته روانيږي.

د سريلانکا لوبډلي سکواډ:

لاسیت ملينګا، کوسل پريرا، کوسل منديس،ډانوشکا ګوناتلکا، اويشکا پرنندو، نيروشن ډکويلا، ډسن شانکا، شيهان جياسوريا، بهانوکا راجاپکسا، اوشادا فرنندو، وانيندو هسرنګا، لکشان ساندکان، نوان پراديپ، لاهیرو کمارا، ایسورو ادانا او کسن راجيتا.

اسټراليا لا تر اوسه د سريلانکا په وړاندي لوبډله نده اعلان کړې.

لومړۍ شل اووريزه لوبه د اکتوبر مياشتي په ۲۷مه نيټه، دويمه لوبه د رواني مياشتي په ۳۰مه نيټه او وروسته لوبه د نومبر مياشتي په لومړۍ نيټه ترسره کيږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.