ليکنه: مدثر دعوت
اسټراليا په دريمه نړيواله ۲۰ اووريزه لوبه کي هم سريلانکا ته ماته ورکړه.
د سريلانکا او اسټراليا ترمنځ د ۳ شل اووريزو لوبو لړۍ دريمه لوبه کي اسټراليا د لوبي پچه وګټله او د توپ اچووني پريکړه يې وکړه.
سريلانکا په پوره ۲۰ اورونو کي د ۶ لوبغاړو په سوځيدو ۱۴۳ منډي هدف وټاکی.
د سريلانکا لپاره کوسل پريرا ۵۷،پرنیندو ۲۰ او راجاپکسا ۱۷ منډي وکړې.
د اسټراليا لپاره ميچل سټارک،ريچارډسن او کمينز دوې دوې ويکټي ترلاسه کړې.
اسټراليا د ۱۴۳ منډو هدف په تعقيب غوره پيل وکړ.
اررون فینچ ۳۷،ډيويډ وارنر ۵۷ او ټرنر ۲۲ منډي وکړې.
د سريلانکا لپاره ملينګا،کمارا او پراديپ يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
اسټراليا وکولای سوه چي په ۱۷.۰۴ اوورونو کي هدف ته ځان ورسوي او سريلانکا ته يې په ۷ ويکټو ماته ورکړه.
اسټراليا د سيريز مخکنۍ ۲ لوبي هم ګټلي وې چي په پرلپسې دريمه بريا سره يې سريلانکا کلين سويپ کړه.
د نن لوبي غوره لوبغاړي جايزه او همدارنګه د سيريز د غوره لوبغاړي جايزه ډيويډ وارنر وګټله.
ډيويډ وارنر په ۳ لوبو کي په ۱۴۷ توپونو ۲۱۷ منډي وکړې.
اتمر: ټاکنو کې د طالبانو پر ګډون هیڅ ډول اعتراض نه لرو
د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي چې افغان حکومت په ټاکنو کې د طالبانو له حضور سره هیڅ راز مخالفت نه لري ځکه د ده په وینا دا چاره به پر دغې وسله والې ... نور ولولئ