Advertisements
بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند

ستونزې څه ډول حل کړو؟ په اړه یې څو ګټورې خبرې

لیکنه: ياران

ژباړه: مریم محمدي

په دې نړۍ کې یو کس هم له ستونزو نه دی خلاص او هر انسان په خپله اندازه له مشکلاتو سره لاس او ګریوان دی.

ځینو خلکو په ستونزو کې داسې ځان بایللی وي لکه د سمندر تل ته چې ښکته شوی وي، خو ځینې داسې خلک هم شته چې له ستونزو یې یوه کښتۍ یا قایقه جوړه کړې وي چې د سمندر په سر لامبو پکې وهي او له ژونده خوند اخلي.

تاسو هم غواړئ چې له ستونزو کښتۍ جوړه کړئ او د سمندر په سره پکې لمبو ووهۍ، له ژوند نه خوند واخلئ؟ یا دا چې په سمندر کې غوټه شئ او ژوند په غم کې تیر کړئ؟
دلته یې موږ درته وایو چې د ستونزو په وخت کې دا کارونه مه کوئ:
۱- هیڅ کله په هغه چا حمله مه کوئ چې ستونزه یې جوړه کړې، بلکې پر ځای یې پر ستونزه حمله وکړئ.

۲- که چیرې په هغه کس حمله وکړئ یا ورته په غوسه شئ چې ستونزه یې جوړ کړې ستاسو رابطه به خرابه شي او ستونزه به هم حل نشي.

۳- هغه کس د جرم وړ وګڼئ چې درسره د ستونزو په حل کې مرسته کولی شي، خو نه یې کوي.

۴- د ستونزو په وخت کې په نورو حمله کول ستونزه دوه برابره کوي او یو نوی مشکل بل مینځ ته راځي.

۵- د ستونزو په وخت کې په بل کس ملامتیا مه اچوئ، د مقابل لوري به له تاسو زړه بد شي په دې صورت ممکن یو ملګری یا بل کس له ځانه خفه او له لاسه ورکړئ.

د هرې ستونزې د حل لپاره له دې قانون نه کار واخلئ:
۱- د ستونزې پرمهال غوسه کول د مشکل په حل کې هیڅ ډول مرسته نه شي کولی، نو ښه ده چې د غوسې پر ځای له فکره کار واخلئ.

۲- څنګه دا پیښه رامنځته شوه؟ که چیرې تاسې پوه شئ چې ستونزه څنګه رامنځته شوې په دې وخت کې یې حل کول درته اسان دي. کله چې د ستونزې په رامنځته کیدو فکر کوئ په حقیقت کې تاسو په مثبتو لارو چارو فکر کولو ته متوجه کوي.

۳- په پراخې حوصلې سره د ستونزې مقابلې ته ودریږئ، ډاډه یوو چې پرې بریالي کیږئ به.

۴- له بل هغه کس مشوره وغواړئ چې سمه مشوره درکولی شي، ځکه په دې سره ممکن تاسې ته هغه نیمګړتیاوې درپه ګوته کړي چې ممکن له امله یې درته ستونزې پیدا شي.

۵- او بله خبره دا چې داسې فکر وکړه چې ژوند کې دا شیان ممکن وي او کله کله له داسې پیښو سره مخ کیدای شو، نو باید د اوږده عمر او ننګونو لپاره متوجه شو، نن په دې یوه یا څو ستونزو باید ځان ونه بایلو.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران