سبا هند او ویسټ انډيز د یو ورځنیو لوبو لړۍ پيلوي

د هندوستان او ویسټ انډيز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د هندوستان په کوربتوب د درو شل آوریزه سیالیو وروسته سبا یکشنبه د درو یو ورځنیو لوبو لړۍ پیلیږي.
د هند او ویسټ انډیز ترمنځ د یو ورځنیو لوبو د لړۍ څخه ئې لومړۍ لوبه سبا یکشنبه غارمه ۱ بجه پیلیږي.

دا دوې لوبډلي دوهمه یو ورځنۍ لوبه راتلونکې چهارشنبه او درېیمه یو ورځنۍ لوبه بیا د راتلونکي اونۍ د یکشنبې په ورځ ترسره کیږي.
هندیانو او ویسټ انډیزیانو تر دې مخکي درې شل آوریزه سیالۍ ترسره کړې، چي دوې ئې هند او یوه ئې بیا ویسټ انډيز وګټله، چي په دې سره د شل آوریزه سیالیو لړۍ هند ۲ پر ۱ د ویسټ انډيز څخه خپله کړه.
په لومړۍ شل آوریزه سیالي کي هندوستان ـ ویسټ انډیز ته ماته ورکړه، دوهمه یو ورځنۍ لوبه بیا ویسټ انډيز وګټله، خو په درېیمه یو ورځنۍ لوبه کي یو ځلي بیا هندوستانۍ لوبډلي ویسټ انډيز ته ماته ورکړه او د شل آوریزه سیالیو لړۍ ئې خپله کړه.

د ویسټ انډيز په وړاندي د هند دا ۱۶ کسیزه لوبډله ټاکل سوې:
ویراټ کوهلي، روهیت شرما، شکر داوان، میانک اګروال، یزیندرا چاهال، دیپک چاهار، شیوام دوبي، شیریاز آیر، رویندرا جدیجا، کیدر جادهاو، کلدیپ یاداو، بنوېشور کمار، محمدشامي، منېش پانډې، ریشپ پنټ او کېل راهول.
د هند په وړاندي به بیا د ویسټ انډيز دا ۱۵ کسیزه لوبډله ولوبیږي:
کیرون پولارډ، سونیل امبریس، روسټون چېس، شیلډن کوټریل، شیمرون هیتمایر، جېسن هولډر، شې هوپ، الزاري چوسیپ، برانډون کینګ، ایون لیوز، کیمو پاول، خیري پيري، نیکولاس پوران، رومیرو شیپهیرډ او هایډن والیش.
د یو ورځنیو لوبو دې لړیو ته ویسټ انډيز او هندوستان دواړو د پوره چمتوالي خبر ورکړی.