Advertisements
سپورټ

سبا بند امیر د امو خلاف د فرسټ کلاس سیالیو پای لوبه کې مخ کیږي

د افغانستان د کورني کرکټ فرسټ کلاس ۴ ورځینیو سیالیو دویم پړاو پای لوبې ته د بند امیر او امو زونونو کرکټ لوبډلو لار پیدا کړې ده.

 د افغانستان د کرکټ بورډ او د کرکټ نړیوالې شورا سره د لمړۍ درجې حیثیت لرونکو احمد شاه ابدالې فرسټ کلاس سیالیو دویم پړاو لوبې د تیرې مارچ میاشتې د لمړۍ نېټې څخه د ۶ لوبډلو په ګډون پیل شوې وې، چې پکې د بند امیر او امو زونونو د کرکټ لوبډلې خپلو سیالانو ته په ماتو ورکولو سره پای لوبې ته ورسیدې.

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د دغه سیالیو دویم پړاو پای لوبه سبا په کندهار لوبغالي کې پیل کیږي، چې وړاندې ویل شوې وو دغه سیالي به د ننګرهار په غازي امان الله خان کرکټ نړیوال لوبغالي کې ترسره شي، خو د نامعلوم علت له کبله اوس کندهار ته انتقال شوه.

 د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو په دویم پړاو کې د بند امیر او امو زونونو ترڅنګ د کابل مرکزي زون، سپین غر، میس عینک او بوسټ زونونو لوبډلې هم شاملې وي، چې پکې د کرکټ ملي، الف، ۱۹ کلنو او نورو لوبډلو لوبغاړي هم شامل وو.

 د دویم پړاو فرسټ کلاس سیالیو پای لوبه، چې سبا په کندهار کې پیلیږي د روانې مۍ میاشتې ۸ مې نیټې څخه تر ۱۲ م نیټې پورې به دوام وکړي او ښايي، چې د ټاکل شویو ۵ ورځو څخه هم وړاندې پای ته ورسیږي.

د دغه سیالیو د لمړي پړاو اتلولي د تیر کال سپین غر لوبډلې د شفیق الله شفق په لوبډلمشرۍ کې په خپل نوم کړې وه.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی