مارچ 7, 2021

سبا افغان ۱۹ کلنه لوبډله د سخت سیال پاکستان سره لوبیږي!

Advertisements

ټاکل سوې سبا د جمعې په ورځ افغان ۱۹ کلنه کرکیټ ملي لوبډله د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکیټ په نړیوال جام کي د دوهم پړاو څلورمه لوبه د سخت سیال پاکستان ۱۹ کلني ملي لوبډلي په وړاندي ترسره کړي.
دا لوبه د سویلي افریقا په بنو ښار کي سبا د جمعې په ورځ غارمه ۱۲:۳۰ بجې پيل سي.
د افغانستان کرکیټ بورډ وايي، چي دا لوبه ملي ټلویزیون په ژوندۍ بڼه خپروي.

د افغانستان د کرکیټ ۱۹ کلني ملي لوبډلي روزونکي رئيس احمدزي او د یادي لوبډلي لوبغاړو د پاکستان په وړاندي سبانۍ لوبي ته د پوره چمتوالي خبر ورکړی.
د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکیټ د یاد نړیوال جام په لومړي پړاو کي افغان کرکیټ لوبډلي خورا ښې لوبي ترسره کړې او د لومړي مقام په توګه ئې له خپله ګروپه دوهم پړاو ته لاره پیداکړه.
افغان لوبډلي د ګروپي پړاو په لومړۍ لوبه کي کوربه سویلي افریقا ترڅنګ متحده عربي آماراتو ته هم ماته ورکړه، خو خپله درېیمه لوبه چي ټاکل سوې وه د کاناډا سره ئې ترسره کړي د اورښت له امله لغوه اعلان سوه.

د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکیټ نړیوال جام د دوهم پړاو په سیالیو کي تر دې دمه هند آسټرالیا او ا نیوزیلیڼد بیا ویسټ انډيز ته په ماتي ورکولو سره نیمه پایلوبي ته لاره پیداکړې.
نن پنجشنبه بیا د دوهم پړاو درېیمه لوبه کي کوربه سویلي افریقا او بنګله دېش ۱۹ کلني لوبډلي یو د بل په وړاندي لوبیږي.
د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکیټ نړیوال جام چي له پيله پکښي ۱۶ هیوادونو ګډون کړی وو د رواني جنوري میاشتي په ۱۷مه نېټه د سویلي افریقا په کوربتوب پيل سوی او د راتلونکي فیبروري میاشتي په ۹مه نېټه پای ته رسیږي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د امریکا د بهرنیو چارو وازرات؛ اووه افغانو مېرمنو ته د زړورتیا جایزه ورکوي

لیکوال: نسیمه محمدي ، کابل - برخه : افغانستان

Advertisements تمه ده د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د زړورو مېرمنو افتخاري جايزه، اووه افغانو ښځو ته ورکوي، چې په ٢٠٢٠م کې يې خلکو ته د خدمت په جريان خپل ژوند له لاسه ورکړى ... نور ولولئ