سبا افغان کرکیټ بورډ د ایرلینډ په وړاندي لوبو ته لوبډله اعلانوي!

د افغانستان د کرکیټ بورډ ویاند فرید هوتک خبر ورکوي، چي سبا پنجشنبه غرمه ۱۱ بجې د یوې خبري غونډي په ترڅ کي افغان کرکیټ بورډ د ایرلینډ په وړاندي ۳ شل آوریزه سیالیو ته لوبډله اعلانوي.
ټاکل سوې، چي د افغانستان او ایرلینډ کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د روان ۲۰۲۰م کال په مارچ میاشت کي درې شل آوریزه لوبي ترسره سي.

دا لوبي تر دې مخکي د ایرلینډ په کوربتوب پلان سوي وې، خو ایرلینډ کرکیټ بورډ د لوبډلي د زیات مصروفتیاوو له امله یادي لوبي لغوه کړي وې.
خو یوه میاشت مخکي افغان کرکیټ بورډ خبر ورکړ، چي افغان او ایرلینډ لوبډلي به درې شل آوریزه سیالۍ په راتلونکې مارچ میاشت کي د افغانستان په کوربتوب هند هیواد کي ترسره کړي
دا لوبي د هند هیواد نویډا ښار په ګریټر نویډا کرکیټ لوبغالي کي ترسره کیږي.

معلومات ښيي، چي افغان او ایرلینډۍ لوبډلي به د لړۍ لومړۍ شل آوریزه لوبه د مارچ په ۶مه، دوهمه په ۸مه او درېیمه شل آوریزه لوبه بیا د مارچ میاشتي په ۱۰مه نېټه ترسره کړي.
څه موده مخکي افغان کرکیټ ملي لوبډله د لس ورځني تمریناتي کمپ په موخه متحده عربي آماراتو ته ولاړه، چي هلته ئې هړ اخیزه تمرینونه ترسره کړه او بیرته هیواد ته راستانه سوه.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




ایا اصغر افغان به بېرته لوبډلمشر شي؟

by سمیع الله درانی in سپورټ

د سلېکشن کمېټې تېره میاشت حشمت الله شهیدي د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشرکړ، کابو دوه اونۍ وړاندې یې راشدخان د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر اعلان کړ. رحمت شاه د ټېسټ او یو ورځنیو ... نور ولولئ