سبا افغان فوټبال لوبډله د هند سره مخ کيږي.

ليکنه: صابرحميدي
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله سبا پنجشنبه ماښام ۶:۳۰ بجې په خپل کوربتوب د تاجکستان هیواد په دوشنبې ښار کي د هند فوټبال ملي لوبډلي سره لوبیږی.
دا لوبه د ۲۰۲۲م کال د فوټبال نړیوال جام او د ۲۰۲۳م کال د آسیا ملتونو جام ته د لاري پيداکولو په موخه ترسره کیږي، چي په دې سیالیو کي دا د افغانستان څلورمه لوبه ده.

د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، چي افغان لوبډله تېره شنبه تاجکستان ته تللې او د ښه چمتوالي په موخه ئې څو ورځني تمرینونه ترسره کړي.

افغانستان په دې سیالیو کي خپله لومړۍ لوبه قطر ته ۶ ګولونه پر ۰ وبایلله، په دوهمه لوبه کي ئې بنګله دېش ته ۱ ګول پر ۰ ماته ورکړه، خو په درېیمه لوبه کي ئې بیا د عُمان څخه ۳ ګولونه پر ۰ سخته ماته وخوړه.
افغان لوبډله تر هند وروسته په دې ټورنمنټ کي خپله پنځمه لوبه راتلونکې سې شنبه د قطر هیواد په وړاندي ترسره کوي.

د هند او قطر هیوادونو په وړاندي یادو لوبو ته افغان فوټبال فدراسیون تیره اونۍ ۲۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
یاده ۲۵ کسیزه لوبډله کي قیس وهاب، اویس عزیزي، او احمد فیصل حمیدي ګول ساتونکي.
حسن امین، فرزاد عطایي، ډیویډ نجم، شریف محمدي، اسلام امیري، عبدالنجم حیدري، ذوالفقار نظري او اُمید پوپلزی دفاعي لوبغاړي.

فرشاد نور، آدم نجم، فیصل شایسته، مصطفی آزاد زوی، رحمت الله خیرخواه، نورالله امیري، محمد تمیم رحیمي، نور حسین، خیبر اماني، زبیر امیري، جبار شرزه او فرید سادات د مرکزي او بریدګري برخي لپاره غوره سوي.