سپورټ نړیوال کرکټ

سبا افغانستان د ویسټ انډيز سره د یو ورځنیو لوبو لړۍ پيلوي

ليکنه: صابرحميدي

د افغانستان او ویسټ انډیز لوبډلو ترمنځ سبا چهارشنبه د افغانستان په کوربتوب هند هیواد کي د درو یو ورځنیو لوبو لړۍ پيلیږي.

د افغانستان او ویسټ انډيز لوبډلو ترمنځ د درو یو ورځنیو لوبو د لړۍ څخه ئې لومړۍ یو ورځنۍ لوبه سبا چهارشنبه غارمه ۱۲ بجې د هند هیواد حیدرآباد ښار په راجیو ګاندي نړیوال کرکیټ لوبغالي کي پیلیږي.

د افغانستان او ویسټ انډيز لوبډلمشرانو راشدخان ارمان او پولارډ دواړو د یکشنبې په ورځ دې لوبلړۍ ته د پوره چمتوالي خبره وکړه.

افغان او ویسټ انډیز ملي لوبډلي به دوهمه یو ورځنۍ لوبه د راتلونکي شنبې په ورځ او درېیمه لوبه بیا د راتلونکي سې شنبې په ورځ ترسره کړي.

د افغانستان کرکیټ بورډ وايي، چي افغان کرکیټ لوبډله به د ویسټ انډيز سره تر یو ورځنیو لوبو وروسته درې شل آوریزه او یوه بیا ټیسټ لوبه هم ترسره کړي.

د بورډ په خبره، چي لومړۍ شل آوریزه لوبه د رواني نومبر میاشتي په ۱۴مه، دوهمه شل آوریزه لوبه په ۱۶مه او وروستۍ شل آوریزه لوبه بیا د رواني نومبر میاشتي په ۱۸مه نېټه ترسره کیږي.

ټاکل سوې، چي د دې دوو هیوادونو ترمنځ یوازینۍ ټیسټ لوبه بیا د رواني نومبر میاشتي په ۲۷مه نېټه پيل سي او د ډیسمبر میاشتي په لومړۍ نېټه پای ته ورسیږي.

افغان او ویسټ انډيز کرکیټ ملي لوبډلي به سبا په داسي مهال په یو ورځنۍ لوبه کي میدان ته سره کښته سي، چي افغان لوبډلي پرون په یوه تمریناتي لوبه کي ویسټ انډیز ته په یو ورځنۍ لوبه کي په ۴ ویکیټو ماته ورکړه.

په یاده تمریناتي لوبه کي لومړی ویسټ انډیز توپوهنه وکړه. ویسټ انډیز د لوبي په ۸۳،۵ آورونو کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره افغان لوبډلي ته د ۱۵۷ منډو هدف وټاکه.

افغان لوبډلي ورکړل سوی هدف د لوبي په ۳۴،۵ آورونو کي د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په ۴ ویکیټو ئې بریا خپله کړه.

په یاده تمریناتي لوبه کي رحمت شاه ۴۷، نجیب الله ځدران ۴۰، اصغر افغان ۳۳ ناسوځېدلي او ګلبدین نایب ۸ ناسوځېدلي منډي جوړي کړې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړې پر دې سربیره د کندهار ولایت د ښوونې او روزنې د پوهنتون د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.