هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
ساینس او ټیکنالوژي

سایبر تروریزم ؛ انټرنیټي جرمونه، اندېښنې او جزا

ليکنه: زيرک فهيم

په کال ۱۹۷۰ -۱۹۸۰م کې نړۍ د انټرنيټي جرمونو قانون رامخته کړ.

ښايي اندېښنه دا وه، چې د ټکنالوجۍ او سابیر دنيا له بې ساري (د وخت پر اساس) پرمختګ سره د ممکنه سايبرکرايم يا انټرنيټي جرم وېره احساس کېده.

دا وېره د ټکنالوجۍ وروستيو پرمختګونو (نن سبا) ته په کتو ورځ تر بلې ډېرېږي، ځکه په لويه کچه جاسوسې شبکې (؟) او ناپېژندانه هکران هره ورځ د پرمختلیو هېوادونو پر خوندي سيستمونو د برید لپاره موقع لټوي.

بانکي غلاووې، د هاليووډ او باليووډ د تازه راوتلو فلمونو پټول، د حکومتونو، خصوصي شرکتونو …بلاخره د استخبارتي او دفاعي ارګانونو پټو اسنادونو ته لاسرسی، هغه موارد دي، چې د دغو [ ادارو /ټولنو او شرکتونو] خاوندان يې اندېښمن کړي دي.

عمومي بحث [تيوري] : سایبري جرمونه

تعریف

د کمپوټر او ټکنالوجيکو وسايلو په مرسته انټرنيټي غلا، د دولتي او خصوصي ادارو ډېټا پټول او هک کول او … په قصد او ارادې سره انټرنيټي وايروسونه خپرولو ته سابیر کرايم يا انټرنيټي جرم ويل کېږي.

سايبر جرمونه د تيورۍ له مخې په درېيو عمومي برخو وېشل شوي، خو د تعریف او تفسير له مخې هر [جرم] ځانګړی ډول او ځانګړې [جزا] لري.

لومړی:

  • انټرنيټي جرم – د [ فرد] پر ضد:
  • د ايمیل له لارې ځورونه
  • سایبري ځورونه
  • هک کول/ له منځه وړل
  • افتر
  • د کمپيوټر خرابول / له منځه وړل
  • د ويروس انتقال
  • له اجازې پرته پر کمپوټري سيستم کنټرول
  • د شخص خصوصي ايميل، ټولنيزې شبکې ته لاسرسی او ناسمه کارونه

دوېم: د [سازمانونو/ ادارو] پر وړاندې سايبر جرایم:

  • د دولت، خصوصي شرکت د افرادو ګروپ:
  • هک کول / له منځه وړل.
  • له اجازې پرته د معلوماتو او اسنادو ترلاسه کول.
  • د حکومتي سازمان پر ضد سايبر ترهګرۍ
  • د سينما سافټ نورو ته ویش

درېيم : د ټولنې پر وړاندې سایبر جرایم : –

  • اخلاقي جرايم [ (د بربنډو فلمونو نشرول) .په دې تړاو هر هېواد د کلتور مطابق جزايي موارد لري، ښايي ځينو هېوادونو کې جرمي اړخ ونلري(؟)
  • سایبر قاچاق
  • انلاين قمار
  • مالي جرمونه
  • جعلکاري او ….

د سایبر جرمونو قوانين:

د سایبر جرمونو قوانين تراوسه په يوه هوکړه نه دي تعريف شوي، ځکه ښايي هر هېواد د سايبر ناسمو تحرکاتو لپاره د تېروتنو ځانګړی تعريف او تفسير وکاروي، ځينې يې جرم وبولي او ځينې ورته د ترهګرۍ تعريف ورکړي….

د بېلګې په ډول:

د هندي کشمېر په مسئله کې د ځايي اعتراض کوونکو له لوري په خواله رسنيو کې حکومت ضد تبليغات درې ډول تعريف کېدای شي:

اول: ښايي د هند حکومت يې د خپلواکۍ پر ضد پاڅون وبولي او ترهګرۍ يې تعريف کړي.(؟)

دويم: اعتراض کوونکي ښايي همدې تبليغاتو د ازادۍ نوم ورکړي او فردي حق وګڼي.

درېيم: پاکستان چې په هندي کشمېر کې په لاسوهنو تورن دی، ځايي پاڅونونو ته تبليغ د ځان په ګټه روا عمل عنوان کړي.

داسې بېلګې د افغانستان په ګډون په ډېرو هېوادونو کې شته:

مثلا:

د وسله والو طالبانو انټرنيټي تبلبغات چې د افغانستان حکومت ته د ترهګرۍ تعريف لري او کارونکي يې جرمان عنوان کړي دي، خو د مقابل لوري تعريف او تفسير ترې ښايي بل ډول وي.(!؟)

نو ځکه يادونه کېږي، چې د سایبر جرمونو قوانين پر نړيوالو منلو شوو اصولنامو سربېره د هر هېواد او يا حکومت د کورني امنيت او ملي منافعو ته په کتلو سره طرحه، تصویب او توشيع شوي دي.

افغانستان: – سابیر جرايم/ ترهګري

په افغانستان کې٪۸۵ سلنه وګړي مخابراتو ته لاسرسی لري او شاوخوا درې ميليونه خلک په کې انټرنيټ کاروي، خو د سایبر کرایم یا انټرنېټي جرم اصطلاح په دې هېواد کې نوې ده.

د انټرنېټ له چټکې ودې سره سم دغه اصطلاح په عامېدو ده، خو هممهال د انټرنېټ پر مټ خدمتونه هم په پراخېدو دي. نو ځکه لکه نورې نړۍ په افغانستان په دې تړاو ګواښونه شته دي.

د بېلګې په ډول:

1. صرافۍ د اتومات ماشینونو یا ای ټي ام کارونه مخ په ډېرېدو ده.

2. کابو ټولې دولتي ادارې هر ورځ انټرنيټ کاروي.

3. دولتي او حضوصي ادارې ویبسايتونه لري … د خواله رسنيو د کارونکو شمېر په ډېرېدو دی؛ نو حتمي ده چې د امنيت په تړاو يې اندېښنې شته دی.

په دې تړاو اندېښنې وروسته له هغې ډېرې شوې چې هکرانو د [ليندۍ په ۵مه ۱۳۹۵ ل] کې د ملي امنيت شورا ويب پاڼه هک کړه.

د سایبري جرمونو قانون:

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په ۴۰ مادو او څو فصلي تفاسيرو مشتمل د [سايبر جرمونو قانون] لري چې د انټرنيټي جرايمو موارد په کې بحث او تفسير دي

په دې قانون کې د سایبر جرمونو د تعريف په اساس هر سرغړونکی، مجرم او سايبر ترهګر ته د جزا موارد ذکر شوي دي. دلته د بېلګې په ډول دا مادې رانقل کوم:

( الترونيکي فريب کاري / ۱۱ ماده)

۱: که يو [شخص] د تقلب يا فريب پر اساس

الف : پرته له صلاحيته يا

ب: له صلاحيته بيرون

ج: په غيري مجازي عمل سره يا په غېري قانوني ډول د کمپوټري سيستم په وسيله د مال، پروګرام، سند يا

الف: په غير قانوني ډول ورته لاسرسی پيدا کړي يا

ب: يوه پروګرام ته ننوتل، تغيير ورکول، خنثی کول يا

ج: هر نوع مداخله، انحلال ( کاپي کول، له منځه وړل…) …. په جزا محکومېږي/ د جزا موده (…) محکومېږي او يا مالي جريمې (…) اندازه ورکولو مکلف کېږي.

( نوټ: (د جزا اندازه د محکمې په جريان کې نظر جرم ته ثابتېږي.))

(د پوليسو له لوري توقيف او نيول کېدل/ د جلب او بدون له جلب څخه/ ۳۰ ماده)

الف: د پوليسو هر افسر کولی شي پرته له جلب څخه د مندرجه موادو پر بنسټ هر هغه مظنون چې د مندرجه فضل د موادو پر بنسټ مجرم بلل شوي ونيسي.

ب: د دې مادې حکم د افغانستان د قوانينو پر بنسټ چمتو شوی دی.

وړانديز:

ياد قانون باوجود هر ورځ افغانستان د سایبر جرایمو سره مخامخ هېواد بلل کېږي شي.

حکومت ښايي د مخابراتو وزارت اړونده اداره ولري چې دغو جرمونو تعقيب او پېژنده وکړي او د اجرا لپاره يې [ترسره کوونکي] اړوند ادارو ته معرفي کړي، خو زما په اند ممکن دا تګلاره بسنه ونکړي.

وړانديز دا کېدای شي، لکه څنګه چې د امريکا په ګډون ځينې هېوادونه د سايبر ترهګرۍ ضد ادارې لري دغسې دې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له قضايي او امنيتي ادارو سره ګډه باصلاحيته اداره رامنځته کړي.

دا اداره که وغواړي کولی شي، چې هره ورځ دغسې ممکنه موارد پيدا، وڅېړي او د مخنيوي ترڅنګ يې مجرم په نښه او د قانون منګلو ته وسپاري.

اخځليکونه:

1. د Manish Lunker ليکنه / عنوان:[ Cyber Laws: A Global Perspectiv]

2. : Cyber Crimes.www. findlaw.com په استفاده

3. https://en.wikipedia.org/wiki/Cybercrime

4. Cyberterrorism/ https://en.wikipedia.org

5. امریکا کا نئی سائبر سیکورٹی ایجنسی بنانے کا فیصلہ/ http://urdu.dunyanews.tv

6. افغانستان کې د ‘انټرنېټي جرمونو’ اندېښنې په ډېرېدو/ http://www.bbc.com/pashto

7. قانون جرایم انترنیتی/ http://mcit.gov.af

8. تهدیدات سایبری یک چالش جدی است/ http://da.azadiradio.com

9. د ملي امنيت شورا وېبپاڼه هک شوهhttp://www.pajhwok.com/ps /

10. عمومي معلومات له : [د افغانستان سايبري اکر] : http://discourse.apn.af

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */