فبروري 27, 2021

زیمبابوې له ډبل ریکارډونو سره مخ شوه 

د پاکستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ پنځوس اوریزه سیالیو په لړۍ کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې زیمبابوې د تاریخي ماتې سره مخ کړه.

 د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ سیالیو په لړۍ کې پاکستانۍ لوبډله دریم ځل لپاره د زیمبابوې خلاف په سیالۍ کې مخامخ شوه، چې پکې زیمبابوې د پاکستان څخه بد ترینه خاطره ځان ته یاد ګار پریښوده.

 د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لمړی زیمبابوې لوبډله په ۶۷ منډو وسوځوله او بیرته یې د یو لوبغاړي په سوځیدو د فخر زمان د ۴۳ ناسوځیدلو منډو جوړلو پرمټ پوره کړ.

د پاکستانۍ لوبډلې لخوا فهیم اشرف د زیمبابوې ۵ لوبغاړي وسوځول او په سیالۍ کې یې د زیمبابوې لوبډله پوره ډول سره بې وسې کړه.

په دې سیالۍ کې زیمبابوې د یو پر ځای دوه تاوانه وکړل، په خپل کور کې د کمو منډو جوړلو ترڅنک د سیریز په ګټلو کې هم پاتې راغله او په روان سیریز کې د ۳ پرلپسې ماتو سره مخ شوه.

 د روانې جولاي میاشتې په وروستیو ۵ سیالیو کې د زیمبابوې کرکټ ملي لوبډلې په هیڅ کومې سیالۍ کې بریا نه ده خپله کړې، خو پاکستان بیا اسټرالیا ته د یوې ماتې پرته په پرلپسې ډول د بریاوو لړۍ ته دوام ورکړی دی.

 د روان سیریز په څلورمه سیالۍ کې به دواړه لوډلې د راتلونکې جمعې په روځ یو ځل بیا سره مخامخ شي.

زیمبابوې لوبډله وروسته له هغې د مسلسل ماتو سره مخ ده، چې پیاوړو لوبغاړو ویکټ کیپر توپ وهونکي برینډن ټایلر، الراونډر سکندر رضا او کپتان ګریم کریمیر د زیمبابوې کرکټ بورډ سره د خبلو معاشاتو د نه ورکړې پر سره پریکون وکړ.

کوپټیل؛ په نړیوالو شل اوریزه سیالیو کې زیاتې شپږیزه وهونکی لوبغاړی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د نیوزیلنډ د کرکټ ملې لوبډلې پیلیز لوبغاړي مارټین کوپټیل د اسټرالیا په وړاندې لوبه کې په ۵۰ توپونو ۹۷ منډې وکړې، چې ۸ شپږیزې او ۶ بیا څلوریزې شاملې وې. ... نور ولولئ