زیمبابوې له سنګاپور څخه تر ماتې وروسته نیپال ته ماته ورکړه.

لیکنه : عبدالله عادل
د کوربه سنګاپور ، زیمبابوې او نیپال تر منځ د شل اوریزو لوبو په درې اړخیزه لوبلړۍ کي زیمبابوې لوبډلې له سنګاپور څخه تر ماتې وروسته ښه بیرته راتګ وکړ او تېره شپه یې نیپال ته ماته ورکړه.
د نیپال او زیمبابوې تر منځ د شل اوریزې لوبي ټاس نیپال وګټی او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه . زیمبابوې په ټاکل سویو شل اورونو کي ۱۶۰ منډي جوړي کړې او نیپال ته یې د ۱۶۱ منډو هدف وټاکه.
د زیمبابوې لپاره په توپ وهنه کي لوبډلمشر ویلیمس یو ځل بیا چټکه پنځوسیزه جوړه کړه نوموړي دا ځل په ۳۵ توپونو ۵۳ منډي جوړي کړې او ورسره ریان برل په ۲۱ توپونو ۲۸ ناسوځېدلي منډي ترسره کړې.
د نیپال لپاره په توپ اچونه کي سمپل کمي او لامیچني ښه توپ اچونه وکړه چي د کمو منډو په بدل کي یې ۲/۲ ویکټې ترلاسه کړې.
د نیپال لوبډله د هدف په پوره کولو کي پاته راغله دوی د خپلو نهو لوبغاړو په سوځېدو سره په شل اورونو کي یوازي ۱۲۰ منډي جوړي کړې او لوبه یې د ۴۰ منډو په توپیر سره بایلول .
د نیپال لپاره تر ټولو ډیري منډي عاریف شېخ جوړي کړې چي ۲۵ وې او د زیمبابوې لپاره بیا په توپ اچونه کي ویلیمس ۳ نیپالي لوبغاړي اوټ کړه چي تر نورو ښه وځلېد.
د لوبي غوره د دوهم ځل لپاره بیا هم د زیمبابوې لوبډلمشر ویلیمس ونومول سو چي د نیمه سلیزې د جوړولو تر څنګ یې په توپ اچونه کي درې ویکټي ترلاسه کړي وې.
نن د یادو سېالیو په لړ کي د سنګاپور لوبډله له نیپال سره لوبیږي.




وروستي مطالب