سپورټ

زیمبابوې د خپل ځان غم وکړ 

 د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام ۵۰ اوریزه سیالیو څخه پاتې شوې زیمبابوې لوبډلې لپاره د راتلونکو سیالیو خبر ورکړل شو.

د کرک انفو نړیوالې ویب پاڼې خبر ورکړ، چې د زیمبابوې کرکټ ملي لوبډله په راتلونکې جولاي میاشت کې د اسټرالیا او پاکستان سره د ۲۰ اوریزه سیالیو درې اړخیز سیریز کې کوربه توب کوي.

دغه ۲۰ اوریزه کرکټ سیالۍ به په زیمبابوې کې ترسره شي، چې پکې به دواړه اسټرالیا او پاکستان د کرکټ نړیوالې شورا سره د ۲۰ اوریزه لوبو په رینګینګ یا درجه بندۍ کې د مخکې والي کوښښ کوي.

 د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ۲۰ اوریزه سیالیو په وروستۍ اعلان شوې اوسنۍ درجه بندۍ کې پاکستان لمړی، اسټرالیا دویم، خو زیمبابوې لوبډله د سکاټلینډ وروسته په ۱۲ م مقام کې ځای لري.

 ویل کیږي، زیمبابوې لوبډله به په دغه سفر کې نه یوازې د اسټرالیا او پاکستان ترمنځ د کرکټ ۲۰ اوریزه سیالیو د درې اړخیز سفر کوربه توب وکړي؛ بلکې د همدغه ټورنمنټ وروسته به پاکستان سره ۵ پنځوس اوریزه کرکټ سیالۍ هم ترسره کړي.

د زیمبابې د کرکټ ملي لوبډله د انګلستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ ۵۰ اوریزه نړیوال جام سیالیو څخه پاتې شوه، نو د خپلو راتلونکو سیریزونو او د ۲۰۲۰ م کال د کرکټ ۲۰ اوریزه نړیوال جام سیالیو ته چمتوالي په موخه به په همدې ډول خپل تیاري نیسي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی