زيمبابوې بيرته ټيسټ کريکټ ته را وګرځيده!

ليکنه: مدثر دعوت
د زيمبابوې کريکټ بورډ خبر ورکوي چي په روانه مياشت کي به بيا ټيسټ کريکټ ته مخه کړي.
که څه هم د کريکټ نړيوالي شورا له لوري د زيمبابوې کريکټ بورډ څخه د لنډ وخت لپاره بشپړ غړيتوب واخيستل سو، خو مياشتي وړاندي بيرته بنديز ترې ليري سو او وبخښل سوه.
د زيمبابوې کريکټ بورډ نن اعلان وکړ چي په روانه مياشت کي د سريلانکا سره د ټيسټ لوبو سيريز ترسره کوي.
د ټيسټ د ۲ لوبو لړۍ کوربتوب پخپله زيمبابوې کوي چي دواړي لوبي به د هراري په لوبغالي کي ترسره سي.
زيمبابوې وروستۍ ټيسټ لوبه په ۲۰۱۸ز کال کي د بنګلديش سره ترسره کړې وه.

د زيمبابوې کريکټ ملي لوبډلي کوچ لال چند راجپوت هيله من دی چي دا نوی پيل به ورته نيکمرغه وي.
د نوموړي په خبره موږ کوربه هيواد يوو او زه هيله لرم چي موږ به دا سيريز ګټو،د زيمبابوې د کريکټ د مينوالو لپاره د کريکټ بيا پيل ښه خبر دی،خو زموږ د لوبو لپاره کم وخت پاته دی،موږ به لس ورځنی کمپ چي سبا پيليږي په لار واچوو،او لوبغاړي به لا ښه چمتو کړو.

د سريلانکا او زيمبابوې ترمنځ وروستۍ ټيسټ لوبه د ۲۰۱۷ز کال په جولای مياشت کي د سريلانکا هيواد د کولمبو ښار په پريمادسا لوبغالي کي ترسره سوې وه،هماغه لوبه کوربه لوبډلي په ۴ ويکټو ګټلې وه.

د زيمبابوې او سريلانکا ترمنځ لومړۍ ټيست لوبه به د رواني مياشتي د ۱۹م تاريخ څخه تر ۲۳م تاريخ پوري ترسره سي او د ويمه لوبه به د همدې جنوري مياشتي د ۲۷م تاريخ څخه تر ۳۱م تاريخ پوري ترسره سي.

هيره دي نه وي چي د هميلټن مسکدزا تر تقاعد وروسته د زيمبابوې کريکټ بورډ سين ويليامس د ټيسټ او چامو چيبابا د يو ورځنيو او شل اووريزو لوبو لوبډلمشران وټاکله.

سریلانکا کرکټ بورډ د IPL پاتې سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د راپورونو په بنسټ یو شمېر سرچیني وایي، چي د سریلانکا کرکټ بورډ مشر شامي سیلوا په سیپټمبر میاشت کې د آی پي ایل سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی، تر څو د آی پي ایل ... نور ولولئ