زلمی خلیلزاد کابل، دوحې او د سیمې هېوادونو ته په سفر دی

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغانستان او سیمې ته تازه سفر پيل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې خلیلزاد به په دې سفر کې دوحې، کابل او د سیمې هېوادونو ته ځي او د افغان سولې په اړه به له بېلو اړخونو سره سلا مشورې کوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې خلیلزاد به په کابل کې له حکومتي مشرانو، سیاسي فعالینو، سیاسي شخصیتونو، مدني ټولنې له استازو او مېرمنو سره ګوري.

هغه به هڅه کوي چې د سولې خبرو کې چټکتیا رامنځ ته شي او په ټپه ولاړ حالت بدل شي.

خلیلزاد داسې مهال سیمې او افغانستان ته سفر کوي چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ جګړې شدیدې شوې دي خو د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو یوه پلاوي په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو له مذاکراتي ټیمونو سره کتلي دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یونما له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د یونما مشرې دیبورا لاینز په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت له مذاکراتي پلاوو سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې د سولې پر روانه پروسه او د تاوتریخوالي پر کمولو خبرې شوې دي.

لاینز ویلي چې په جګړه کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله اوج ته رسېدلې ده او ددې جدي اړتیا ده چې روان تاوتریخوالی باید کم کړل شي.

نوموړې همدا راز له طالبانو سره د ملګرو ملتونو د ماموریت او کارکوونکو پر خوندیتوب هم خبرې کړې دي.

سرچینې زیاته کړې، چې یونما ژمنه تر لاسه کړې چې د ملګرو ملتونو کارکوونکي به خوندي وي او په ډاډه توګه کولی شي اړمنو افغانانو ته بشري مرستې ورسوي.

وروستي مطالب