فبروري 25, 2021

زلمی خلیلزاد د سولې خبرو لپاره تر قطر مخکې کابل ته راغلی

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد د سولې په اړه د سلا مشورو لپاره کابل ته راغلی دی.
تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې هغه له اسلام اباد قطر ته تللی دی.
ښاغلي خلیلزاد قطر ته تر روانېدو مخکې په افغانستان کې د جګړې روان شدت او هدفي وژنې د نه منلو وړ وبللې او له دواړو خواوو یې د سولې په خبرو کې د پرمختګ هیله وکړه.
نوموړي د دوشنبې په شپه پر خپل ټوېټر ولیکل چې دوحې او د سیمې نورو هیوادونو ته په دې هیله ځي چې افغان خواوې د افغانستان د سولې په راروان پړاو کې د پام وړ پرمختګ وکړي او څومره ژر چې کېدای شي د افغانانو د ګټو لپاره د خبرو له لارې یوې سیاسي حل لارې ته ورسېږي.
زلمي خلیلزاد همداراز لیکلي: «د هدفي وژنو په ګډون د تشدد اوسنۍ اندازه د نه منلو ده. د دې تاوتریخوالي عاملان هڅه کوي چې د سولې پروسه او د هیواد راتلونکې زیانمنه کړي. دوی د افغانانو، چې سوله غواړي، اراده نه تمثیلوي.»
خو تازه نن سه شنبه ځیني حکومتي سرچینو تایید کړې چې خليلزاد تېره شپه کابل ته رسېدلى دى.
د راپورونو له مخې نوموړى به له ولسمشر اشرف غني او د ملي روغې جوړې عالي شورا له رييس عبدالله عبدالله سره د سولې د وروستيو پرمختګونو او د بين الافغاني مذاکراتو د دويم پړاو په هکله خبرې وکړي.
ټاکل شوې ده، چې د بين الافغاني مذاکراتو دويم پړاو خبرې نن په قطر کې پيل شي، په همدې موخه د افغان دولت مرکچي پلاوى نن تر غرمې مخکې د دوحې په لور خوځېدلی دی.
د افغانستان د مذارکراتي پلاوي ویاند نادر نادري په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، وروسته تر هغه چې مذاکراتي پلاوی له رخصتي وروسته کابل ته راغلی په دې شل ورځو کې د ملي پخلاینې له شورا، ځوانانو، سپین ږیرو، مدني ټولنو، ښځو او نور اشخاصو او بنسټونو سره مشورې وکړې او نن د دوحې په سفر روان شول.
هغه وایي، په دې کې د ډېریو کسانو غوښتنه د اوربند وه چې باید په مذاکراتو کې ژر تر ژره پر اوربند هوکړه وشي.
د یادونې وړ ده چې خلیلزاد کابل ته له راتګ څخه مخکې پاکستان ته تللى و او هلته یې د یاد هېواد د پوځ او استخباراتي ادارې یا ای اېس ای له مشرانو سره د افغان سولې په اړه سلا مشورې کړې دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*


د شعلې فلم ګبر څوک و؟

لیکوال: مریم صدیقي - برخه : سینما او موسیقي

د هند په سینما کې داسې ډېرې څېرې تېرې شوی، چې تر مړینې وروسته یې هم خلکو ستایلي او تر اوسه د خلکو به زړونو کې ځای لري. یو له دې څېرو څخه امجد خان ... نور ولولئ