ملګري ملتونه: د زلزله ځپلو شمېر له اټکل زیات دی

ملګري ملتونه وایي چې په افغانستان کې د زلزلې د مرګ ژوبلې شمېره له هغه څه چې راپور ورکړل شوي، زیاته ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي سېکرټر مرستیال ځانګړي استازي او د بشري مرستو همغږوونکي د جون پر ۲۲مه د شپې ناوخته وویل، باوري دی چې په زلزله کې به شاوخوا ۲،۰۰۰ کورونه نړېدلي وي.

نوموړي نیويارک کې خبریالانو ته د ویډیو کنفرانس له لارې وویل:

“د هغو کسانو شمېر چې تر اوسه یې مړی او ژوندی نه دی معلوم، شاید خورا ډېر وي.”

د نوموړي په وینا د اټکل له مخې د هرې افغانې کورنۍ غړي په اوسط ډول اته تنه دي، او همدارنګه په یوه ودانۍ کې څو کورنۍ ژوند کوي، نو ویلی شو چې د تلفاتو شمېر خورا لوړ وي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو چارو د صندوق “یونېسېف” د ارتباطاتو مشرې سمانتا مورت، د جون ۲۲مه مشال راډیو ته په خبرو د سلګونه افغانانو د مرګ ژوبلې او د کره شمېرو په اړه د دقیقو معلوماتو نه لرلو وویل.

نوموړې وایي:

“موږ تر اوسه د دې ویجاړۍ له پوره پراخوالي خبر نه یو، خو باوري یو چې د ډېرو ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه کسان مړه شوي، ډېر نور ژوبل دي او ګڼ کورونه نړېدلي یا زیانمن شوي دي. ښايي دا شمېره نوره هم لوړه شي.”

یونېسېف څو ګرځنده طبي او د خوراکي مرستو رسولو ټیمونه سیمې لېږدولي چې له ټپیانو سره مرسته وکړي.

د طالبانو د حکومت په وینا، د جون پر ۲۲مه نیمه شپه په زلزله کې یوازې د پکتیکا په ګیان او برمل ولسوالیو کې تر ۱،۰۰۰ زیات کسان وژل شوي او تر ۱،۵۰۰ زیات ژوبل شوي دي.

د زلزله ځپلو سره ګڼ شمېر هېوادونو، شخصیتونو، سازمانونو او افغان حکومت د مرستې اعلان کړی، چې د ایران، قطر او پاکستان هېوادونو څخه بشري مرستې رارسېدلي هم دي.