
د سختو زلزلو تر پېښېدو وروسته، د ژغورنې په بهېر کې څو ټکي د پاملرنې وړ دي.
۱ – له هغو ودانیو چې زیانمنې شوې لېرې اوسئ. ممکن دا ودانۍ د زلزلې له امله چپه شي.
۲ – دېوالونه، کړکۍ، د کوټې منځ، او زينې په دقت چک کړئ، ممکن د کم زور او فشار سره ویجاړ او شخص زیانمن شي.
۳ ـ تر سختې زلزلې وروسته کله کله د خټو او ډبرو د ښويېدو پېښې رامنځته کيږي، نو د زلزله ځپلې سیمې خلک دې په خوندي ځايونو کې مېشت شي.
۴ ـ د دې امکان شته، چې د زلزلې له امله د څاګانو او چېنو اوبه بندې او يا هم ککړې شي، نو په ځپل شويو سيمو کې د څښاک اوبو د پاکولو کار ډېر مهم دی، خلک دې له څښاک مخکې لومړی اوبه جوش کړي، څو ميکروبونه پکې ووژل شي.
۵ ـ په زلزلې کې ډېر حيوانات هم مړه کېږي او زلزله ځپلو سيمو کې د ميکروبونو او ساري ناروغيو د رامنځته کېدو او خپرېدو ګواښ ډېر وي، نو تر زلزلې وروسته د ميکروب وژنې چارې هم ډېرې مهمې دي. مچان او ماشي د ناروغيو او ميکروبونو د خپرېدو عمده لاملونه دي، نو د مچانو او ماشو منځه وړلو ته دې هم پوره پاملرنه وشي.
۶ ـ په دوبي کې هوا ګرمه وي، نو په لنډ مهالو کمپونو او خيمو کې دې د ګرمۍ د مخنيوي تدبيرونه ونيول شي، مثلأ، د خونې کړکۍ بايد پرانيستې وي او د خيمو چار چاپير ځمکې باندې باید اوبه وپاشل شي، څو د تودوخې درجه ټيټه او هوا هم پاکه شي.