سپورټ کرکټ وزش او تمرین

رییس احمدزی: د ایرلینډ په وړاندې لوبغاړي ټول د وړتیاوو په اساس ټاکل شوي

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې پرون شنبه د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو د لیګ په درشل کې د ایرلینډ پر وړاندې د دریو یو ورځنیو نړیوالو لوبو نوملړ اعلان کړ.

د افغان کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د بورډ ډایریکټر رییس احمدزي ویلي، چې ټول لوبغاړي د خپلې غوره وړتیا، فټنس او فزیکي تکړښت په پایله کې غوره شوي دي.

هغه ویلي:

«په دغه جوړښت کې ټولو وړ او با استعداده ځوانانو ته ځای ورکړل شوی، تر څو د کرکټ نړیوالې شورا د یاد لیګ په سیالیو کې بریاوې ترلاسه کړي او افغانستان کوالیفاینګ یا لارموندنې پړاو پرته د کرکټ د یو ورځنیو سیالیو ۲۰۲۳ کال جام ته لاره ومومي.»

د ایرلینډ په وړاندې اعلان شوې ۱۶ کسیزه لوبډله

اصغر افغان، رحمت شاه، نوین الحق، هشمت‌الله شهیدي، یمین احمدزی، عثمان غني، عضمت‌الله عمرزی، رحمن‌الله ګربز، سیداحمد شېرزاد، نجیب‌الله ځدران، جاوید احمدي، راشدخان ارمان، محمدنبي، ګلبدین نایب، مجیب‌الرحمن ځدران او شراف الدین اشرف.

افغان کرکټ بورډ وايي، چې د ایرلینډ په وړاندې افغان لوبډله درې یو ورځنۍ لوبه په روانه جنوري میاشت کې د افغانستان په کوربتوب عُمان هیواد کې ترسره کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې څخه فارغ شوی. په کندهار کې د ” زما“ راډیو سره په خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ