اپریل 21, 2021

ریال ماډریډ لوبډله د سوپر کپ پایلوبي ته ووته

د اسپانیا هیواد د فوټبال تکړه لوبډله ریال ماډریډ تېره شپه د اسپانیا هیواد د سوپر کپ په لومړۍ نیمه پایلوبه کي د والینسیا فوټبال لوبډلي په وړاندي ولوبېده، چي ریال ماډریډ ۳ ګولونه پر ۱ والینسیا ته ماته ورکړه.
په یاده لوبه کي د ریال ماډریډ لپاره د لوبي په ۱۵مه دقیقه کي ټوني کروز، د لوبي په ۳۹مه دقیقه کي ایسکو او د لوبي په ۶۵تمه دقیقه کي بیا لوکاموډریچ ګولوهني وکړې.

د والینسیا لپاره بیا یوازینی ګول د پینالټۍ په واسطه د لوبي په ۹۰یمه دقیقه کي ډاني پریجو وواهه.
په دې بریا سره ریال ماډریډ فوټبال لوبډله د اسپانیا سوپر کپ پایلوبي ته لاره پيداکړه.
د دې کپ په دوهمه نیمه پایلوبه کي بیا نن شپه ۱۱:۳۰ بجې بارسلونا او اتلاتیک ماډریډ فوټبال لوبډلي یو د بل په وړاندي لوبیږي.
دې لوبي ته بارسلونا او اتلاتیک ماډریډ دواړه د پوره چمتوالی خبر ورکړی.

د ننۍ لوبي ګټونکی ټیم به د راتلونکي یکشنبې په ورځ ماخستن ۱۱:۳۰ بجې د سوپر کپ پایلوبه د ریال ماډریډ فوټبال لوبډلي سره ترسره کړي.
که چیري بارسلونا ننۍ لوبه وګټله، نو د نړۍ دوې قوي لوبډلي بارسلونا او ریال ماډریډ به یو ځلي بیا سره مخ سي.
د بارسلونا او ریال ماډریډ ترمنځ لوبه د افغانستان په ګډون په نورو هیوادونو کي په میلیونونه کسان په ژوندۍ بڼه ګوري.

د حافظې ارزښت

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : روانې سلامتي

کېدای شي تاسو په ژوند کې د حافظې په ارزښت پوه شئ خو موږ غواړو په دې اړه تاسو ته لږه توضیح درکړو، ځکه چې که تاسو د حافظې د ارزښت په اړه پوه شئ ... نور ولولئ