سپورټ فوټبال

ریال ماډریډ ـ سویا فوټبال ټيم ته ماته ورکړه!

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۲۰مي اونۍ لوبو څخه تېره شپه ریال ماډریډ او سویا فوټبال لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره سوه، چي ریال ماډریډ ۲ ګولونه پر ۱ سویا ته ماته ورکړه.

په یاده لوبه کي د ریال ماډریډ لپاره دواړي ګولوهني کاسمیرو د لوبي په ۵۷مه او ۶۹تمه دقیقه کي ترسره کړې.

د سویا لپاره بیا یوازینی ګول لوک ډي جانګ د لوبي په ۶۴تمه دقیقه وواهه.

د دې لیګ په یوه بله مهمه لوبه کي نن شپه ۱۲:۳۰ بجې بارسلونا د ګراناډا فوټبال ټيم سره لوبیږي.

دا لوبه د بارسلونا په کورني لوبغالي نیوکمپ کي ترسره کیږي.

بارسلونا به ننۍ لوبه د نوي روزونکي کیکه سټين تر روزوني لاندي د لومړي ځل لپاره ترسره کړي.

کیکه سټین بارسلونا تېره اونۍ کي د والوردې پر ځای وټاکه.

بارسلونا کلب والووردې د ورستیو ماتو له امله لیری کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.