سپورټ فوټبال

ریال ماډریډ د لالیګا لیګ نوی پړاو په بریا پیل کړ

ليکنه: صابر حميدي

د هسپانیا هیواد لالیګا لیګ ۸۹یم پړاو د جمعې په ورځ د بارسلونا په ماتي او د اتلاتیک بلباوو په بریا سره راپیل سو.

د دې لیګ دوهمه لوبه پرون شنبه د ریال ماډریډ او سلتاویګو فوټبال لوبډلو ترمنځ د سلتاویګو په کوربتوب ترسره سوه.

یاده لوبه ریال ماډریډ ۳ ګولونه پر ۱ وګټله.

د ریال ماډریډ لپاره لومړی ګول کریم بنزیما په ۱۲مه، دوهم ګول کروز په ۶۱تمه او درېیم ګول بیا د لوبي په ۸۱یمه دقیقه کي لوکاس واسکېز ولګاوه.

د سلتاویګو لپاره بیا لوساډا په ۹۱یمه دقیقه کي ګولوهنه وکړه.

په دې لوبه کي د ریال ماډریډ تکړه لوبغاړي سور کارډ د لوبڅار لخوا ترلاسه کړ.

د هسپانیا هیواد لالیګا لیګ ۹۰ کاله مخکي تاسیس سوی، چي تر ټولو ډېر ریال ماډریډ توانېدلی د دې لیګ اتلولي خپله کړي.

دا لوبډله توانېدلې، چي ۳۳ ځلي په دې ټورنمنټ کي لومړی مقام خپل کړي.

بارسلونا ۲۶، اتلاتیک ماډریډ ۱۰، اتلاتیک بلباوو ۸، والینسیا ۶، ریال سویداد ۲ او ډیپورټیو لاکورنیا، سویا او ریال بیټیس بیا یو ـ یو ځلي په دې لیګ کي ځان اتلولۍ ته رسولی.

تېر ۸۸یم او ۸۷یم پړاونه بارسلونا په پرلپسې ډول خپل کړي.

د فوټبال دا لیګ د نورو هیوادونو ترڅنګ دلته افغانستان کي هم زیات شمېر مینوال لري او د شپې تر ناوخته یادي لوبي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړې پر دې سربیره د کندهار ولایت د ښوونې او روزنې د پوهنتون د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.