روژه لرونکو ته د روغتيا نړيوال سازمان سپارښتنې

ژباړه

د روغتيا د نړيوال سازمان د  ختيځې مديترانه يې سيمې مدير، په يوه بيانيه کې روژه لرونکو ته د روژې مياشتې په لړ ځينې سپارښتنې وکړې.

١ – د ټوليزو مراسمو د ترسره کولو په صورت کې، بايد له ازادې فضا څخه استفاده وشي.

٢ – حتما د مراسمو په لړ له طبي ماسکونو څخه ګټه واخلٸ.

٣ – په روژه ماتې کې د قوي خواړو څخه کار واخلٸ او هڅه وکړٸ چې اوبه ډېرې وڅښٸ او د دخانياتو له مصرف ډډه وکړٸ.

٤ – که ممکنه وي د دې مياشتې رواجونه پرېږدئ، او غوره ده د ټولنيزو شبکو له لارې له ملګرو او خپلوانو سره اړيکه ټينګه ونیسئ.

٥ –  کولاى شئ پر بېوزلو د خوړو ويشلو او نذر پر وخت د کنسرو شويو خواړو کار واخلئ.

٦ – لکه څرنګه چې دا مياشت د عبادت او عبوديت مياشت ده، د بېوزله وګړو لپاره واکسين وپېرئ او پر دوى يې توزيع کړئ.

په ځينو اسلامي هېوادونو لکه مصر، لبنان، يمن، تونس، د عراق اهل سنت، عربستان او افغانستان کې د سه شنبې په ورځ روژه پيل شوه؛ نو د روغتيا نړيوال سازمان د تېر کال په څېر د دې مياشتې په درناوي د کورونا وبا پر مهال، روژه لرونکو ته خپلې لارښونې وړاندې کړې.