هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
خواړه روغه سټه

روژه د وجود دفاعي سیستم پیاوړې کوي او نوې سپینې حجرې رامنځ ته کوي

ساینس پوهانو په یوې څیړنې کې چې یوه د پام وړ بریا یې بللې موندلې چې لږ تر لږه درې ورځې روژه نیول کولی شي چې د وجود ټول دفاعي سیستم له سره ورغوي او تازه یې کړي.

پر انسانانو دا نوې مطالعه ښيي چې د محدود وخت لپاره بدن وږې ساتل د وجودې اساسي حجرې د وینې د سپینو کرویاتو د نویو حجرو جوړونې ته اړباسي چې د میکروبي کیدو پر ضد مبارزه کوي.

د جنوبي کلیفورنیا د پوهنتون ساینس پوهان وايي، دا مونده یې د هغو ناروغانو لپاره ډیره ګټوره ده چې د وجود دفاعي سیستم یې زیانمن شوی وي لکه د سرطان ناروغان چې تر کیموتراپي لاندې وي.

همدارنګه څو ورځې روژه نیول له هغو عمر خوړلو سره هم مرسته کوي چې د وجود دفاعي سیستم یې کمزوری شوی او لږ فعالیت کوي. له دې سره زړو ته ستونزمنه وي چې ان له وړو او عامو ناروغیو سره هم مقاومت وکړي.

د جنوبي کلیفورنیا د پوهنتون ساینس پوهان په دې څیړنه کې وايي، روژه نیول د بیا ځواکمن کیدو یا احیا کیدو تڼۍ په لاس درکوي. دوی وايي د وینې د نویو سپینو حجرو په رامنځ ته کیدو کې روژه مهم رول لري او دا حجرې بیا د وجود د ټول دفاعي سیستم بنسټ جوړوي.

د جنوبي کلیفورنیا د پوهنتون د زړښت پیژندنې او بیالوژیکي ساینس استاد والټر لونګو وايي، په اصل کې روژه نیول د وجود اساسي حجرو ته ددې لپاره چې مخکې فعالې شي تکثر وکړي او د ټول سیستم بیا رغونه وکړي ( اوکې ) ورکوي.

د استاد لونګو په ویناښه خبر دادی چې د روژې پر مهال وجود د سیستم هغه برخې له منځې وړې چې زیانمنې شوې او یا د زړښت له کبله کار نه کوي.

ساینس پوهان دا د وجود د دفاعي سیستم د پیاوړي کولو لپاره مهمه بریا بولي او وايي د روژې اوږدول وجود اړ کوي چې زیرمه کړې ګلوکوز او وازدې ( غوړ) وکاروي همدارنګه د وینو د سپینو حجرو یوه د پام وړ برخه هم ماتوي.

خو د روژې په هر پړاو او دور کې د وینې د سپینو حجرو دا ماتیدل د بدن په اساسي حجرو کې بدلون راولي او هغه هڅوي څو د بدن د دفاعي سیستم لپاره نوې حجرې احیا کړي.

پر انسانانو ددې څیړنې په تمرین کې له ګډونوالو غوښتل شوي چې د شپږ میاشتو په یوه موده کې دوه او څلور ورځو ترمنځ منظمه روژه ونیسي.

ساینس پوهانو همدارنګه وموندله چې اوږده روژه همدارنګه په وجود کې د (PKA ) انزایم کموي چې د عمر له تیریدو او یو داسې هورمون سره تړاو لري چې د سرطاني تومورونو د رامنځ ته کیدو خطر زیاتوي.

ګارډین ورځپاڼه د جنوبي کلیفورنیا د پوهنتون د استاد لونګو له خولې وايي

” کله چې ته وږی شئ د وجود سیستم هڅه کوي چې انرژي زیرمه کړي او یو شی چې د بدن سیستم یې د انرژۍ د زیرمه کولو لپاره کولی شي دا دي چې د بدن هغه دفاعي حجرې بیا احیا او تازه کړي چې نوره اړتیا ورته نه شته په ځانګړې توګه هغه چې زیانمنې شوې دي. “

ښاغلي لونګو زیاتوي:

” هغه څه چې موږ په انسانانو او حیواناتو د کار کولو پر مهال وموندل دا دي چې د روژې په اوږدیدو د وینې د سپینو حجرو شمیر ښکته ځي او کمیږي. خو کله چې ته بیرته خوراک وکړې د وینې سپینې حجرې بیرته راځي، نو موږ فکر پیل کړ… ښه … دا له کومه بیرته راغلې؟ “

اوږده روژه د سرطان ناروغان د کیموتراپۍ د زهرجنو اغیزو په وړاندې هم خوندي کوي.

ددې څیړنې همکاره لیکواله او مرستیاله استاده تانیا ډورف وايي:

” کیموتراپي ژوند ژغوري خو د وجود دفاعي سیستم ته سخت زیان رسوي. ددې څیړنې نتایج ښيي چې روژه ښايي د کیموتراپي ځینې ناوړه اغیزې راکمې کړي.“

نوموړې ویلي چې په دې اړه لا هم نورو څیړنو ته اړتیا ده.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */