روژه؛ فضیلتونه، حکمونه او ډولونه یې

ليکنه او راټولونه

روژې ته عربي کې صوم وايي، چې د ځان ساتلو په مانا ده. اسلامي کليز نهمې مياشتې ته رمضان وايي. د پښتو ژبې روژه له عربي رمضان سره هممانيزه ويیکه ده. د اسلامي کليز په دغې نهمې مياشتې کې د نړۍ ټول مسلمانان ټولې ورځې د سهار سپېداغ څخه تر لمر پرېواته پورې په نهاره تېروي، نه خواړه خوري نه څښاک کوي، نه بې ځايه خبرو يا عام نااخلاقي کړنو لکه غوسه، نسوار، سگرېټ، جوارګرۍ ته مخه کوي. همدارنگه نه د خپلې مېرمنې سره روا جنسي نژدېوالي رښته ورکړل شوې. دغې مياشتې ته د نړۍ ټول مسلمانان د سپېڅلې مياشتې په توګه ګوري ځکه چې په دغه مياشت کې قران مجيد د اسلام ستر استازي او پيغمبر حضرت محمد(ص) باندې نازل شوی. همدې لپاره ټول مسلمانان د دې مياشت په لړ کې د ځان دننه اعمالو او ځاني غوښتنو باندې بيا کتنه کوي او د نفسي هوا او هوس څخه د پاکۍ کوښښونه د عباداتو له لارې ترسره کوي. په دغه مياشت کې مسلمانانو ته د ډېر عبادت کولو ټينګار شوی چې له مخې يې ډېر زيات مسلمانان د پنځو وختو فرضو لمونځونو سره سره تراویح، اعتکاف او نور نوافل ترسره کوي .

روژه د اسلامي کليز چې ورته سپوږميز کليز هم وايي د همدې کليز په لړ کې نهمې مياشتې ته وايي او حکمونه يې پيلېږي. د اسلامي کليز سپوږميز مهال سره هممهاله ده چې له همدې کبله د نورو کليزونو لکه زېږديز کليز، لمريز کليز او داسې نورو سره توپیر لري. د روژې مياشت هر کال لس ورځې د زېږديز کليز سره په لړ کې توپیر مومي چې له مخې يې د روژې مياشت هرکال په هممهاله شېبو او موسمونو کې نه پېښېږي.

د روژې ريښه له عربي ژبې رمضان څخه اخيستل شوې چې پخپله رمضان په عربي ژبه کې رمض وايي اخيستل شوی چې د شديدې تودوخې مانا ورکوي . ځينې علما وايې دې ته د شديدې تودوخې مانا ځکه ورکړل شوې چې د مانا له مخې يې گناوې د ښو کړنو په ترسره کولو سره سوځي. په قران مجيد کې انسانانو ته د روژې نيولو بيا بيا ټينګار شوی او ویل شوي چې:

«روژه په تاسو فرض کړل شوې لکه څنګه چې له تاسو څخه مخکې انسانانو باندې فرض کړل شوې وه».

روژه په لغت كې مطلق بندوالي ته وايي، د هر هغه شي څخه چې انسانان يې په عامو ورځو کې ترسره کوي اوهر وخت چي وي. په قران کريم كې د بي‌بي مريم د خبرو نه كولو تعبير هم په صوم سره شوې دي.

ژباړه: “نو ووايه په تحقيق سره ما نذر كړى د رحمن (الله ج) له پاره روژه (خبري نه كول) وروسته له دي به خبري ونه كړم، زه نن ورځ له هېڅ يو انسان سره”

  • او شريعت كې دنيت پر بنا د ټاكل شويو شيانو څخه په ټاكلي وخت كي د يو مكلف شخص له خوا په خپل نفس باندي بنديز لګول دي.
  • مكلف شخص عبارت دي له عاقل او بالغ مسلمان څخه، او که ښځه وي، نو باید د حيض او نفاس څخه پاكه وي.
  • ټاكل شوي شيان عبارت دي له خوراك، څښاك او جماع (يوځايوالي) څخه.
  • ټاكل شوی وخت عبارت دی، له صبح صادق څخه تر لمر لويدو پوري (دشپي تر راختلو پوري).

څرنګه چي روژه بيله نيټه څخه نه صحيح كېږي نو د رمضان د مياشتي د روژې او ټاكل شوي نذري او نفلي روژې نيت له شپې څخه تر زواله پوري صحت لري، كه په مطلق نيت سره وي او كه په نفلي نيت. او دنورو نيت لكه: قضايې، نذر مطلق، دكفارې روژه دشپې له نيت څخه پرته نه صحيح كېږي، همدارنګه د نيت تعين هم ضروري دي لكه قضايې، نفلي او كفاري روژې نيت.

كه خوراك او څښاك په داسې حال كي وشي چې روژه يې هېره وي يا محتلم  وي يا ځان غوړ كړي (د زخم غوړول) يا رانجه وكړي يا مچه واخلي يا څه ګرد او غبار او يا يې مچ تېر شي يا په ليدو او فكر كولو كې انزال شي روژه يې نه ماتېږي.

وعن عبدالله بن عمرو ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال:
الصيام والقرآن يشفعان للعبد يوم القيامة يقول الصيام أي رب منعته الطعام والشهوات بالنهار فشفعني فيه ويقول القرآن منعته النوم بالليل فشفعني فيه قال فيشفعان.(اخرجه احمد ۱۷۴/ ۲/ ۶۶۲۶)

«حضرت عبدالله بن عمرو رضی الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې روژه او قران کریم د بنده لپاره د قیامت په ورځ، روژه به ووایي چې ای پروردګاره! ما دی، په ورځ کې د خوراک او څښاک او خواهشاتو څخه منع کړی وو نو ځکه د ده په هکله زما شفاعت قبول کړه او قرانکریم به ووایي چي ای خدایه! ما دی په شپه کې له خوب کولو څخه بند کړی وو نو ځکه د ده په اړه زما شفاعت قبول کړه، نو د دوی دواړو شفاعت به قبول کړل شي.» (مشکوة شریف، جامع الاحادیث)

روژه په درې ډوله ده:

لومړی فرض، دویم واجب او درېیم نفلي .
فرض روژه په دوه ډوله ده؛ لومړی معین، چې د رمضان د میاشتې روژه ده او دویم غیر معین، چې د کفاراتو او د رمضان د میاشتې قضایي روژه ده .
واجب روژه هم په دوه ډوله ده: لومړی معین، لکه ټاکلی، دویم غیرمعین مطلق نذر.
نفلي روژه : هغې روژې ته وایي، چې کراهت یې ثابت نه وي.

وروستي مطالب