سپورټ نړیوال کرکټ

روهېټ شرما وایي، لوبډله به د ویرات کولي په څېر ښه رهبري کړم!

سمیع الله درانی

هندوستان او بنګله دېش د دوشنبې په ورځ د نومبر په ۴مه نېټه د درې شل اوریزو او دوه ټېسټ لوبو سیریز پيلوي.

بنګله دېشۍ لوبډله اوس په هندوستان کې ده او لوبو لپاره چمتووالی نیسي.

روهېټ شرما اوس د هندۍ لوبډلې مرستیال لوبډلمشر دی او د ۲۰۱۸ م کال اسیا جام سیالیو کې د روهېټ شرما په لوبډلمشرۍ کې هندۍ لوبډلې اتلولي یوړه.

شرما په خپله لوبډلمشرۍ کې څلور ځلې د ممبيي لوبډله په آې پي ایل سیالیو کې اتلولۍ ته رسولې ده.

نوموړي د نومبر په دوهمه نېټه د یکشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، چې دی به لوبډله لا ښه پر مخ بوځي او لکه څنګه چې ویرات کولي له لاسته راوړنو ډکه لوبډلمشري کړې، دی به له هغې هم زیاته خواري وکړي.

ویرات کولي د بنګله دېش خلاف لوبلړۍ کې استراحت کې دی او د بنګله دېش خلاف لوبو کې نه لوبېږي.

هندوستان د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې پنځم ځای لري او بنګله دېش بیا له لسم مقام څخه یو قدم رامخکې شوی او نهم ځای ته رارسېدلی دی.

اوس د ویسټ انډیز لوبډله چې د شل اوریز جام اتلولي له ځان سره لري لسم مقام کې ده.

د بنګله دېش او هندوستان سیریز

هند د بنګله دېش کوربتوب کوي، لومړۍ شل اوریزه لوبه د هندوستان پر وخت شپږ بجې پېلېږي، دا د ډیلي ښار په ارون جېټلي لوبغالي کې ترسره کېږي، دوهمه شل اوریزه لوبه د نومبر په ۷ مه نېټه د راجکوټ ښار په ساوشترا لوبغالي کې ترسره کېږي او دریمه شل اوریزه لوبه د نومبر په ۱۰ مه نېټه په ناګپور سیمه کې وېداربا لوبغالي کې کېږي.

د دوو ټېسټ لوبو مهالوېش یې بیا عبارت دی له د نومبر په ۱۴ مه نېټه لومړۍ ټېسټ لوبه په اېنډور سیمه هولکر کرکټ لوبغالي کې شروع کېږي او د نومبر تر ۱۴ مې نېټې پورې یې وخت ټاکل شوی دی.

دوهمه ټېسټ لوبه بیا د نومبر په ۲۲ مه نېټه په کلکته ښار کې اېډن ګارېن لوبغالي کې پېلېږي او د نومبر تر ۲۶ مې نېټې پورې یې وخت ټاکل شوی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی